Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: افغان خاوره د نورو پر ضد نه کارول کېږي

عبدالکبیر: افغان خاوره د نورو پر ضد نه کارول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/11

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو لیدنو په دوام په کابل کې د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې ورونیکا بوشکوویچ پوهار سره لیدلي او دواړو لورو په افغانستان کې د اروپایي ټولنې پر همکاريو او بشري مرستو خبرې کړې.

مولوي عبدالکبير په دې لیدنه کې د پراختیایي پروژو پلي کولو، د نشه ‌يي توکو له منځه وړلو، د بدیل کښت ورکولو، کاري فرصتونو برابرولو او پر نشه ‌يي توکو د روږدو کسانو په درملنې کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو غوښتنه کړې.

نوموړي زياته کړې، سرپرست حکومت په یوازې ځان د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کوي او په یادو برخو کې يې د نړیوالو مرستې مهمې دي.

د عبدالکبیر په خبره، سرپرست حکومت د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته د ګواښ متوجې کېدو په اړه د نړيوالو اندېښنو ته رسېدنه کړې او په افغانستان کې وسله ‌والو ډلو ته د فعاليت اجازې په نه ورکولو سره به د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي: « محترم مولوي صاحب عبدالکبیر د نشه يي توکو د له منځه وړلو، د بدیل کښت، کاري فرصتونو، د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې د اروپايي ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې نړیوالې مرستې مهمې وبللې. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغه راز د ځینو نړیوالو اندېښنو په ځواب کې وویل چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو په خلاف نه کارول کېږي او نه به په افغانستان کې کومې بهرنۍ ډلې ته د فعالیت کولو اجازه ورکړل شي.»

عبدالکبیر له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې پیاوړې بولي او زیاتوي، په هېواد کې د یو شمېر بهرنیو سفارتونو د فعالیت ترڅنګ سرپرست حکومت په بهر کې۴۰ سیاسي استازولۍ په واک کې لري او په نږدې وخت کې به نور هېوادونه هم د افغانستان استازولۍ سرپرست حکومت ته وسپاري.

په ورته مهال، په دغه کتنه کې په کابل کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې هم د يادې ټولنې او افغانستان د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار کړی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند زیاتوي: « محترم مولوي عبدالکبیر صاحب د اروپايي ټولنې له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی او د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي ځان بساینې لپاره هڅې کوي. نوموړي د اسلامي امارت د بهرنیو اړیکو د پراختیا یادونه وکړه چې د ګڼو بهرنیو سفارتونو پر فعالیتونو سربېره، په بهر کې ۴۰ سیاسي استازولۍ لري او دا شمېر د لوړېدو په حال کې دی.»

د نړیوالو اړیکو کارپوهان د اړیکو پیاوړتیا او بشري مرستو په برخه کې دغه لیدنې اغېزناکې بولي او ټینګار کوي چې سرپرست حکومت باید د ګډو کټو په پام کې نیولو سره له ټولو اروپایي هېوادونو سره اړیکې پیاوړې کړي، ترڅو اروپایي هېوادونه له افغانستان سره خپلې اړیکې رسمي پرانیزي او په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته را وړاندي شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « له اروپايي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراختیا کولی شي په افغانستان کې د سولې او ثبات د لا ټینګښت سبب شي. همدارنګه د بېوزلۍ او بېکارۍ کمولو په برخه کې هم د افغانستان خلکو ته ګټه رسوي.»         

ځېنې نور بیا وايي، د نړیوالو مرستې باید پر بنسټیزو پروژو ولګول شي؛ ترڅو افغان وګړو ته د کار دایمي فرصتونه برابر او له تل پاتې عاید برخمن شي. 

دوی وایي، که سرپرست حکومت له اروپایي هېوادونو سره د اړیکو پیاوړي کول غواړي، په خپل داخلي سیاست دې له سره غور وکړي؛ ترڅو د متقابل درناوي په رڼا کې تعامل ته زمینه برابره شي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « هغه لیدنې چې له دوی سره کېږي، ښکاره خبره ده چې د افغانستان د خلکو پر ګټه تمامېږي.»

د سیاسي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: « که چېرې طالبان غواړي چې له نړۍ سره اړیکې ولري، دیپلوماسي وکړي او پر رسمیت وپېژندل شي، باید خپله داخلي تګلاره په اساسي توګه بدله کړي او له هغې ایډیالوژۍ سره مخه ښه وکړي چې تروریستي او افراطي ګڼل کېږي. له دې پرته نړۍ پر دوی باور نه کوي او د دې مصیبت زیان د افغانستان خلکو ته رسېږي.»

د اسلامي امار د درېیو کالو په تېرېدو سره د هېڅ هېواد له لورې پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو اروپایي ټولنې له دې مخکې ویلي وو چې له افغانانو سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي او افغانان به په سخت اقتصادي ناورین کې یوازې نه پرېږدي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist