Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ګوترس: د افغانستان وضعيت له کنټرول بهر کېدو حالت ته روان دی

admin by admin
2021/08/14

وروسته له هغې،چې د هېواد پر کچه له نيمايي زيات ولايتونه د طالبانو لاسته ولوېدل د ملګرو ملتونو عمومي  منشي  انټونیو ګوترس ويلي، افغانستان کې امنيتي وضعيت له کنټرول بهر کېدو لوري ته روان دی.

 ګوترس وايي، هغوی  ته،چې د جګړې لاره يې خپله کړې بايد د نړيوالې ټولنې پيغام واضع وي او هغه دا چې د زور له لارې واک ته رسېدل دوامدارې کورنۍ جګړې او د افغانستان د تجزې لامل کېدلی شي.

د ګوترس په خبره، د افغانستان نسلونه،چې له وړاندې جګړې سره بلد دي، له يوې بلې غميزې سره لاس او ګریوان کېدونکي دي.

ګوترس زیاته کړه:« آن يو هېواد،چې نسلونه يې له تراژيدونکو جګړو سره بلد دي، افغانستان يوځل بيا له غمېزې ډک چپټر سره مخکېږي. د افغانستان زيات مهال ځورېدلی ولس لپاره نه باور کېدونکي تراژيدي ده، افغانستان کې حالت له  کنټرول بهر کېدونکي لور ته روان دی.»

تازه د ناټو سر منشي په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي،چې دوی د طالبانو له لوري د روان تاوتريخوالي په اړه اندېښمن دي.

د ناټو خبرپاڼې یوه برخه:« د ناټو غړي د لوړې کچې تاوتريخوالي، له امله،چې لامل يې د طالبانو بريدونه، چې په ملکيانو هم کېږي، همدا راز هدفي وژنې او د بشر له حقونو سرغړونو راپورنه هم شته، چې موږ يې اندېښمن کړي يوو.»

په کور د ننه هم يو شمېر سياسي شنونکي په دې باور دي، چې نړيواله ټولنه او افغان د زور له لارې واک ته رسېدل ردوی او بايد د خبرو له لارې ستونزه حل شي.

په ورته مهال، د برېټانيا لومړي وزير بوريس جانسن هم ويلي، چې افغانستان کې روان حالت تربل هروخت نازک شوی او دوی د حالت په اړه  له وړاندې اټکل کړی و. ملګري ملتونه، برېټانيا او ناټو دا اندېښنې داسې مهال څرګندوي،چې طالبانو د شنبې په ورځ د کونړ او پکتيکا ولایتونو مرکزونه هم ونیول.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist