د نوي زیلانډ لومړۍ وزیره جسینډا ارډرین وايي، د کورونا وبا له امله خپلې پولې به د روان ۲۰۲۰ کال ترپایه پورې تړلي وي.
جسینډا وايي، دا کار ځکه کوي،ترڅو د روغتیايي متخصصیونو لارښوونې عملي کړي.
هغې زیاته کړه،پولې به تر هغې خلاصې نه کړي، ترڅو د واکسین لګولو لړۍ یې نه وي بشپړه شوې.
حکومت،چې کورونا وبا يې له وړاندې په بشپړه توګه کنټرول کړې، بيا هم په احتياطي توګه خپلې پولې تړلي ساتي.
د مالوماتو له مخې،تر په دغه هېواد کې تر اوسه پورې نږدې ۳ زره کسان پر کورونا وبا اخته شوي او ۲۶ کسان ترې مړه شوي دي.