Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان حکومت او طالبان د جګړې پر مهال نړیوال قوانین نه مراعت کوي

admin by admin
2021/08/11

په کابل کې  نن چهار شنبه د « ۱۴۰۰  کال د زمري پر ۲۰ مه» یو شمېر سیاسي ښځينه فعالانو او د جمهوریت مرکچي ډلې غړو د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، افغان حکومت او طالبان د جګړې پر مهال نړیوال قوانین نه مراعت کوي.

 دوی د جګړې پر دواړو خواوو غږ وکړ چې د جګړې پر دوام دې نور له خلکو قرباني نه اخلي او د تاسیساتو له ویجاړۍ دې لاس واخلي.

قطر کې افغان حکومت مذاکراتي  پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي: «عامه تاسیساتو زیان لیدلی دی او ان ډېریو ته یې چاودنه ورکړل شوې ده. ځینې ځایونه د امنیتي ځواکونو د بمبارۍ له امله زیانمن شوي. تاسو کندز کې د بازار د تخریب شاهدان یاست او په ټوله کې ملکي کسانو ته پام نه کېږي.»

د سولې مذاکراتي پلاوي دغې غړې نیوکه وکړه چې طالبان په خپلو ژمنو نه دي درېدلي او تر خپل حاکمیت لاندې سیمو کې یې ښځې له خپلو حقونو محرومې کړي دي.

کوفي زیاته کړه: «افغان حکومت بېلابېل نړیوال کنوانسیونه منلي او ژمنتیا یې ښودلې ده. طالبانو هم په خپلو خپرپاڼو کې او زموږ سره ناستو کې ویلي، افغان ښځې د اسلامي اصولو په مراعت کولو سره ازاد ژوند کولای شي، خو له ډېریو سېمو موږ ته د بد وضعیت او د طالبانو له بد چلنده خبر راکول کېږي.»

د کډوالو وزارت د مالوماتو له‌ مخې، د جګړې له امله ۶۰ کورنۍ بې ځایه شوي او دا مهال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په دې ناسته کې ښځينه سیاسي فعالانو له طالبانو غوښټنه وکړه چې دجګړې سیمو کې بې ځایه شویو ته د مرستو رسولو لپاره زمینه برابره کړي او د انساني ناورین مخنیوی دې وکړي.

سیاسي فعاله فاطمه مسعود وايي: «د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړو چې د بشري مرستو فرصت له خلکو نه وانخلي او اجازه ورکړي، ترڅو ښځې لکه د نورو انسانانو پر څېر، زده کړو، روغتیا، کاروبار او نورو حقونو ته لاسرسی ولري.»

ښځينه سیاسي فعالانې او د مذاکراتي پلاوي غړي داسې مهال دغه اندېښنې څرګندوي چې طالبانو د لسګونه ولسوالیو تر نیولو وروسته د لس ولایتونو مرکزونه سقوط کړي او په نږدې پنځلس نورو ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist