افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن چهار شنبه د « ۱۴۰۰کال د زمري پر ۲۰ مه» د شمال امنیتي وضیعت د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته په سفر تللی دی.
ولسمشر غني دغه ولایت کې د امنیتي مسولینو ترڅنګ له عبدالرشید دوستم، جمعه خان همدرد، عطامحمد نور او محمد محقق سره لیدلي او ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو پر همغږۍ او تجهیز یې ټېنګار وکړ.
د ولسمشر ویاند مرستیال لطیف محمود وايي: «ولسمشر په بلخ کې د امنیتي مسولینو ترڅنګ له قومي مشرانو او پخوانیو قوماندانانو سره ولیدل او د شمال امنیت وضعبت د ټینګښت لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.»
ولسمشر غني داسې مهال بلخ ته سفر کوي چې د شمال له نهو ولایتونو یوازې دوه یې حکومت ته ورپاتې دي او د بلخ ټول ګاونډي ولایتونه د حکومت له واکه وتلي دي.
اخوا طالبانو بیا د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار او د بدخشان مرکز فیض اباد د نیولو ادعا کړې ده.
د فراه په تړاو بیا د طالبانو ادعا دا ده چې د دغه ولایت مرکز یې هم په بشپړه توګه نیولي دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د فراه، بغلان او بدخشان ولایتونه په بشپړه توګه له حکومتي ځواکونو څخه تصفیه شول او په دغو ولایتونو کې ملکیانو ته هېڅ ډول تلفات نه دي اوښتي. همدا راز د پکتیا، لوګر، اروزګان، هلمند او هرات ولایتونو پر مرکزونو بریدونه پیل شوي او د محاصرې کړۍ پرې تنګه شوې ده.»
د ولایتونو سقوط دا وښوده چې اوسنۍ پوځي ستراتیژي بریالۍ نه ده او ولسمشر باید د دولت حاکمیت ساتلو لپاره پوځي تګلاره بدله کړي.
دمشرانو جرګې دفاعي کمېسیون مشر هاشم الکوزی وايي: «که وضعیت په همدې توګه روان وي، نو د ولسوالیو، ولایتونو او د لویو لارو سقوط لړۍ به نوره هم وغځېږي. ولسمشر باید خپلې امنیتي تګ لارې ته بدلون ورکړي، ترڅو نوره اراضي د حکومت له کنټروله بهر نه شي.»
ځینې بیا په دې باور دي، که حکومت د سقوط شویو ولایتونو د بېرته نېولو هڅې وکړي، د دوامداره کورنۍ جګړې په مانا به وي، چې قرباني به یې عام ولس وي .
د سیاسي چاو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: «په یوه بایللې جګړه کې د حکومت مقاومت او د سېمو بیا نیولو سیاست د یوې دوامداره کورنۍ جګړې په مانا دی او حکومت په سیاست کې لاهم دا فرصت لري، چې له مخالیفینو سره د جوړ جاړي له لارې د مرګ ژوبلې د اړولو مخنیوي وکړي.»
په ټوله کې جګړه د حل لار نه یادیږي او ټینګار پر دې دی چې دواړه لوري باید د سیاسي جوړجاړي له لارې سره تفاهم ته ورسېږي او روانې جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي.