Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 بلخ ته ولسمشر غني د خپل سفر پرمهال د ولسي پاڅوونکو پر همغږۍ او تجهیز ټینګار وکړ

admin by admin
2021/08/11

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن چهار شنبه د « ۱۴۰۰کال د زمري پر ۲۰ مه» د شمال امنیتي وضیعت د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته په سفر تللی دی. 

ولسمشر غني  دغه ولایت کې د امنیتي مسولینو ترڅنګ له عبدالرشید دوستم، جمعه خان همدرد، عطامحمد نور او محمد محقق سره لیدلي او ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو پر همغږۍ او تجهیز یې ټېنګار وکړ. 

د ولسمشر ویاند مرستیال لطیف محمود وايي: «ولسمشر په بلخ کې د امنیتي مسولینو ترڅنګ له قومي مشرانو او پخوانیو قوماندانانو سره ولیدل او د شمال امنیت وضعبت د ټینګښت لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.»

ولسمشر غني داسې مهال بلخ ته سفر کوي چې د شمال له نهو ولایتونو یوازې دوه یې حکومت ته ورپاتې دي او د بلخ ټول ګاونډي ولایتونه د حکومت له واکه وتلي دي. 

 اخوا طالبانو بیا د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار او د بدخشان مرکز فیض اباد د نیولو ادعا کړې ده.

د فراه په تړاو بیا د طالبانو ادعا دا ده چې د دغه ولایت مرکز یې هم په بشپړه توګه نیولي دی.

 د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د فراه، بغلان او بدخشان ولایتونه په بشپړه توګه له حکومتي ځواکونو څخه تصفیه شول او په دغو ولایتونو  کې ملکیانو ته هېڅ ډول تلفات نه دي اوښتي. همدا راز د  پکتیا، لوګر، اروزګان، هلمند او هرات ولایتونو پر مرکزونو بریدونه پیل شوي او د محاصرې کړۍ پرې تنګه شوې ده.»

د ولایتونو سقوط  دا وښوده چې اوسنۍ پوځي ستراتیژي بریالۍ نه ده او ولسمشر باید د دولت حاکمیت ساتلو لپاره پوځي تګلاره بدله کړي.

دمشرانو جرګې دفاعي کمېسیون مشر هاشم الکوزی وايي: «که وضعیت په همدې توګه روان وي، نو د ولسوالیو، ولایتونو او د لویو لارو سقوط  لړۍ به نوره هم وغځېږي. ولسمشر باید خپلې امنیتي تګ لارې ته بدلون ورکړي، ترڅو نوره اراضي د حکومت له کنټروله بهر نه شي.»

ځینې بیا په دې باور دي، که حکومت د سقوط شویو ولایتونو د بېرته نېولو هڅې وکړي، د دوامداره کورنۍ جګړې په مانا به وي، چې قرباني به یې عام ولس وي .

د سیاسي چاو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: «په یوه بایللې جګړه کې د حکومت مقاومت او د سېمو بیا نیولو سیاست د یوې دوامداره کورنۍ جګړې په مانا دی او حکومت په سیاست کې لاهم دا فرصت لري، چې له مخالیفینو سره د جوړ جاړي له لارې د مرګ ژوبلې د اړولو مخنیوي وکړي.»

په ټوله کې جګړه د حل لار نه یادیږي او ټینګار پر دې دی چې دواړه لوري باید د سیاسي جوړجاړي له لارې سره تفاهم ته ورسېږي او روانې جګړې ته دې  د پای ټکی کېږدي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist