Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خبريالانو سره هر ډول تاوتريخوالی ردوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/03

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو معافیت پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، اسلامي امارت د ځانګړي کمېسیون له لارې د افغان خبريالانو هر ډول ستونزو ته رسېدنه کړې.

غفران زیاتوي:« د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په بېلابېلو قضیو کې د خبریالانو ترڅنګ و او تل یې هڅه کړې چې رسنۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخامخ نه شي. د دولتي ادارو له چارواکو سره د همغږۍ په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت زوني پروګرام، د دې موضوع یو څرګند دلیل دی.»

په ورته وخت کې غفران د خبریالانو بندي کېدل او پر وړاندې یې د تاوتریخوالي ترسره کېدل د بهرنیو رسنیو منفي تبلیغات بولي او ډاډ ورکوي چې له ټولو ادارو سره خبریالانو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره په اړیکه کې دي.

هغه په دې اړه وايي: « هغه ادعاوې چې د مختلفو آدرسونو له لارې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي په اړه خپرې شوې، هېڅ حقیقت نه لري؛ ځکه چې دا ډول وضعیت موجود نه دی. دغو آدرسونو هڅه کړې هغه قضیې هم په خبریالانو پورې وتړلي چې د خبریالانو له کاري ساحې د باندې وې او یا هم خبریالانو په بېلابېلو قضیو کې امنیتي مسایل درلودل او دولت په کې مداخله کړې، هغه یې هم په خبریالانو پورې تړلې دي. حال دا چې داسې څه نه شته او هېڅ یو خبریال د ژورنالېستیکي کارونو په تړاو نه نیول شوی او نه هم نیول کېږي.»

غفران ډاډ ورکوي، که چېرې خبریالانو ته کومه ستونزه ورپېښه شي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به له اړوند ارګانونو سره په هغمږۍ، ستونزه هواره کړي.

 د نومبر ۲ یمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو معافیت پای ته رسولو نړیواله ورځ هر کال په دې موخه نمانځل کېږي چې د هغو ننګونو په اړه پوهاوی ډېر شي چې رسنۍ او خبریالان ورسره په خپل مسلکي ژوند کې مخامخ وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist