Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا: افغانستان کې د روانې جګړې د حل یوازنۍ لار د سولې مذاکرات دي

admin by admin
2021/08/10

د امریکا بهرنو چارو وزارت ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره د سیمې او نړۍ ښکیلو هېوادونو د اجماع پر جوړولو کار پيل کړی دی. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: «افغانستان کې د روانې جګړې یوازنۍ حل لاره د خبرو له لارې سولې ته رسېدل دي. امریکا به په افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي لپاره د سیمې او نړۍ ښکیلو هېوادونو د اجماع جوړولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.»

بل خوا بیا د امریکا دفاع وزارت افغانستان اوسنی وضیعت نازک او د اندیښنې وړ بللی او ټینګار کوي، چې د امکان ترحده به په هوايي برخه کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د پنټاګون ویاند جان کربي وايي: «د افغانستان اوسنی وضیعت په سم لوري نه دی روان، خو افغان امنیتي ځواکونه دا وړتیا لري چې د جګړې ډګر کې برلاسي شي. د هغه صلاحیت له مخې چې موږ یې لرو او په هر  ځای او هر وخت کې یې چې امکان وي، موږ به د افغان امنیتي ځواکونو پر ملاتړ هوایي بریدونه کوو.»

د روان وضعیت څارونکي بیا روانه جګړه پېچلې، نیابتي او د نړۍ د زبرځواکو هېوادونو ترمنځ جګړه بولي او په دې باور دي چې د طالبانو او حکومت ترمنځ مذاکرات هم شخړه نه ‌شي حل کولی.

د باور غورځنګ مشر نجیب ازاد  وايي: «دا جګړه افغاني جګړه نه ده، د طالبانو او افغان دولت ترمنځ جګړه نه ده، بلکې د سیمې قدرتونو او د امریکا دمتحده ایالاتو ترمنځ د تفاهماتو بحث دی. ترهغې چې  دوی په خپلو کې تفاهم ته ونه رسېږي، په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغانستان قضیه نه حل کېږي.»

ځینې بیا  په دې باور دي، که امریکا وغواړي د افغانستان جګړه په ورځو کې ختمولی شي او زیاتوي، د جنګ او سولې کیلي له واشنګټن سره ده.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي: «که امریکا او چارواکي یې په ریښتینې توګه وغواړي، په یوه اوونۍ کې به افغانستان کې سوله ټینګه شي، ځکه جګړه او سوله دواړه د دوي په کنټرول کې دي او ښايي ترسپټمبر پورې د افغانستان سولې پروسه سره راټوله کړي.»

پر امریکا نیوکې دا دي چې د افغانستان په تړاو  له دوه درې ادرسونو خبرې کوي او د هر ادرس څرګندونې یې له یوبل سره په ټکر کې دي، چې له دې کار سره یې د افغانستان سیاسي وضیعت پېچلی او مهبم کړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist