تاشکند ټایمز ورځپاڼې د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزارت ته نږدې «دنیا» ورځپاڼې په حواله لیکلي، د افغانستان لپاره نوي سفیر اویبېک عارف عثمانوف د خپل ماموريت پيلولو لپاره د یکشنبې په ورځ کابل ته راغلی.
نوموړی د افغانستان لپاره د دغه هېواد د پخواني سفیر، یادګار خواجه شادمانوف پر ځای پر دنده ګومارل شوی دی.
تاشکند ټایمز ورځپاڼې لیکلي: « اویبېک عارف بېکوویچ عثمانوف افغانستان لپاره د ازبکستان د نوي صلاحیت لرونکي سفیر په توګه ګومارل شوی. نوموړی په همدې موخه تېره ورځ کابل ته رسېدلی.»
بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان لپاره د ازبېکستان د نوي سفیر ټاکل کېدل تاییدوي او وايي، د خپل باورلیک تر سپارلو او د ریاست الوزرا له لوري له منظورېدو وروسته به خپل ډېپلوماټیک ماموریت په رسمي توګه پیل کړي.
د سیاسي چارو شنونکي د افغانستان لپاره د نورو هېوادونو د سفیرانو پر کچه د اړیکو ټینګول د سرپرست حکومت بریالۍ ډېپلوماسي بولي چې د تداوم په صورت کې، رسمي تعامل او رسیمت پېژندنې ته لاره هوارولی شي.
د اقتصادي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دا د اسلامي امارت بریا ده، چې دا هېوادونه یې بالاخره دې ته اړ کړل یا دغسې ډیپلوماسي نه یې کار واخیست چې دوی اوس د سفارت پرکچه باندې راځي، له افغانستان سره اړیکې جوړوي او کرار کرار به دې ته زمینه برابرېږي چې دوی به په خپله اعلان کوي چې د افغانستان اسلامي امارت موږ پر رسمیت پېژنو.»
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته ازبېکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې له سرپرست حکومت سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکې په مناسب حالت کې دي.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، تازه ګومارل شوی سفیر به وکولی شي دغه اړیکې لا سره نږدې او د غوړېدا لپاره یې هڅې لا ګړندۍ کړي.
د سیاسی چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي: « د نوي سفیر مکلفیت دا دی چې د مرکزي آسیا او هغو هېوادونو پر کچه د افغانستان لپاره ښه لابي ګر کېدای شي چې ازبېکستان ورسره اړیکه لري. له بلې خوا، د دې لپاره چې افغانستان په یوه ټرانزیټي هېواد بدل شي، د ازبېکستان نوی سفیر باید د اړینو اسانتیاوو برابرولو لپاره کار وکړي، د مواصلاتي سړکونو، تجارتي تعاملاتو او اقتصادي اړیکو پراخولو لپاره اړینې پانګونې په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي.»
دا په داسې حال کې ده چې عثمانوف له دې وړاندې په پاکستان مصر او اسراییلو کې د ازبېکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې.
د دې ترڅنګ، نوموړي له ۱۹۹۸ز کال راهیسې د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزارت په اډانه کې د دې وزارت له مرستیالۍ سربېره، په نړیوالو ماموریتونو کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.