Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ازبېکستان افغانستان ته نوی سفیر رالېږلی

ازبېکستان افغانستان ته نوی سفیر رالېږلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/29

تاشکند ټایمز ورځپاڼې د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزارت ته نږدې «دنیا» ورځپاڼې په حواله لیکلي، د افغانستان لپاره نوي سفیر اویبېک عارف عثمانوف د خپل ماموريت پيلولو لپاره د یکشنبې په ورځ کابل ته راغلی.

نوموړی د افغانستان لپاره د دغه هېواد د پخواني سفیر، یادګار خواجه شادمانوف پر ځای پر دنده ګومارل شوی دی.

تاشکند ټایمز ورځپاڼې لیکلي: « اویبېک عارف ‌بېکوویچ عثمانوف افغانستان لپاره د ازبکستان د نوي صلاحیت لرونکي سفیر په توګه ګومارل شوی. نوموړی په همدې موخه تېره ورځ کابل ته رسېدلی.»

بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان لپاره د ازبېکستان د نوي سفیر ټاکل کېدل تاییدوي او وايي، د خپل باورلیک تر سپارلو او د ریاست الوزرا له لوري له منظورېدو وروسته به خپل ډېپلوماټیک ماموریت په رسمي توګه پیل کړي.

د سیاسي چارو شنونکي د افغانستان لپاره د نورو هېوادونو د سفیرانو پر کچه د اړیکو ټینګول د سرپرست حکومت بریالۍ ډېپلوماسي بولي چې د تداوم په صورت کې، رسمي تعامل او رسیمت پېژندنې ته لاره هوارولی شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دا د اسلامي امارت بریا ده، چې دا هېوادونه یې بالاخره دې ته اړ کړل یا دغسې ډیپلوماسي نه یې کار واخیست چې دوی اوس  د سفارت پرکچه باندې راځي، له افغانستان سره اړیکې جوړوي او کرار کرار به دې ته زمینه برابرېږي چې دوی به په خپله اعلان کوي چې د افغانستان اسلامي امارت موږ پر رسمیت پېژنو.»

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته ازبېکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې له سرپرست حکومت سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکې په مناسب حالت کې دي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، تازه ګومارل شوی سفیر به وکولی شي دغه اړیکې لا سره نږدې او د غوړېدا لپاره یې هڅې لا ګړندۍ کړي.

د سیاسی چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي: « د نوي سفیر مکلفیت دا دی چې د مرکزي آسیا او هغو هېوادونو پر کچه د افغانستان لپاره ښه لابي ګر کېدای شي چې ازبېکستان ورسره اړیکه لري. له بلې خوا، د دې لپاره چې افغانستان په یوه ټرانزیټي هېواد بدل شي، د ازبېکستان نوی سفیر باید د اړینو اسانتیاوو برابرولو لپاره کار وکړي، د مواصلاتي سړکونو، تجارتي تعاملاتو او اقتصادي اړیکو پراخولو لپاره اړینې پانګونې په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي.»

دا په داسې حال کې ده چې عثمانوف له دې وړاندې په پاکستان مصر او اسراییلو کې د ازبېکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې.

د دې ترڅنګ، نوموړي له ۱۹۹۸ز کال راهیسې د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزارت په اډانه کې د دې وزارت له مرستیالۍ سربېره، په نړیوالو ماموریتونو کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist