Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقمل: ۴۰۰ کتابونه مو راټول کړي چې منځپانګه یې له اسلامي او ملي ارزښتونو سره ټکر کې وه

حقمل: ۴۰۰ کتابونه مو راټول کړي چې منځپانګه یې له اسلامي او ملي ارزښتونو سره ټکر کې وه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/26

اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت ۴۰۰ کتابونه د ځانګړي کمېسیون تر ارزونې وروسته چې په کې کابل پوهنتون او علومو اکاډمۍ غړي شامل دي، راټول کړي چې په خبره يې منځپانګه يې د اسلامي شریعت ، ملي یووالي او افغاني ټولنې له ارزښتونو سره په ټکر کې وه.

د دغه وزارت مرستیال ضیا الحق حقملد ممنوعه کتابونو د بدیل ورکولو لړۍ ناسته کې د وینا پر مهال وویل، په دغو کتابونو کې يې داسې کتابونه هم موندل شوي، چې د ملي یووالي له تخریب سربېره د نورو عقیدو لپاره په کې تبلیغ شوی و.

حقمل زیاتوي: « د پردیو افکارو، د اسلام ضد او د افغانیت ضد افکارو، یا زموږ او  تاسو د اساساتو، ملي یوالي او وررګلوي ده او د نظام پایښت دی، د هغه په مقابل کې چې کوم شیان دي، د هغې به مخه نیسو. په دې برخه کې تر اوسه شاوخوا ۴۰۰ پورې داسې کتابونه موږ ثبت کړي دي چې هغه زموږ او ستاسو د عقیدې په هره یوه برخه کې خامخا ستونزه لري. موږ ښايي راتلونکې کې دغه لېست له رسنیو او ناشرینو سره شریک کړو.»

په ورته مهال،  د کتاب خپرولو ټولنو استازي د سرپرست حکومت له دې پریکړې هرکلی کوي او وايي، د ارزونې کمېسیون له لوري دې  د کتاب خپروندویو ټولنو ته د ممنوعه کتابونو په برخه کې ډلبنډي رامنځ ته شي، ترڅو له مخې يې ځینې کتابونه ممکن د دایمي بندیز پرځای سمون ته اړتیا ولري.

د دوی په خبره، د کتابونو اصلاح ته د لیکوالانو په ګډون خپرندويه ټولنې هم چمتو دي.

د خپرندویه ټولنو د  ټولنې رییس سید عبدالله صاحبزاده وايي: « له ناشیرنو هم زه مننه کوم چې په ډېر ورین تندي باندې که له چا سره یو و، که له چا سره ۱۰و، که له چا سره ۲۰ و، ډېر په اخلاص باندې یې ور تسلیم کړي دي. دغه کتابونه چې په څو کټګوریو تقسیم شوي وو، یوه کټه ګوري په کې داسې وه چې د هغې باید بدیل ورکړل شي، چې هغه ډېرمضر نه وو، بدیل یې ورکړل شي خو په بازار کې لکه څنګه چې معیین صاحب مخکې ذکر کړه، که بعضې عنوانونه یې اصلاح شي او د چاپ اجازه هم ورته ورکړل شي، خو که اصلاح نه شي هغه هم په بازار کې بند شي او په بدل کې د دې کتاب په هغه زموږ د نسل داخلاقو، زموږ د نسل  عقایدو، زموږ د نسل د نظرونو خلاف و، نو د هغو په  بدل کې موږ ته دوی قرآن عظیم شان او د قرآن تفسیر راکوي.»

د کتابونو ارزونې کمېسیون کې د خپرندویه ټولنو استازی عبدالودود مختارزاده وايي: « که چېرې دا صنفي مالیه هم معاف شي ډېره ښه خبره ده. هغه کتابونه چې په ګمرکونو کې واردېږي او ټولنې ته ګټه لري، که چېرې پرې مالیه وا نخیستل شي خو ډېره ښه ده.»

د یادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تازه راټولو شویو کتابونو په بدل کې بیهقي کتاب خپرولو ریاست ، ټولو هغه کتاب پلورنځیو او خپرندویو ټولنو ته چې د کمېسیون له لوري ممنوعه کتابونه ورسره دي اوس مهال

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist