Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: د پکتیا پر مرکز ګردیز ښار د طالبانو ‌ډله ییز برېد پر شاه تمبول شوی

admin by admin
2021/08/08

د پکتیا مرکز ګردېز ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، پرون شپه یې د جګړې شدت له کبله په ویښه تېره کړې او له  حکومته غواړي چې د  ښار امنیت خوندي او شته ننګونې له منځه یوسي. 

د مرکز ګردیز یو تن اوسېدونکی وايي: «ډیر بد وضعیت وو. ټوله شپه چا خوب نه دی کړی. جګړه د خطابې سېمه کې وه، خلک مشکل لري. ټول کورونه راووتل. حکومت نه ده چا د بې ځایه کیدو پوښتنه کوي او نه هم د تکلیف.»

د مرکز ګردیز یو بل اوسېدونکی بیا وايي: «ولسوالۍ ټولې سقوط شوې، که ولایت سقوط ته پریږدې، بیا دې خلک  پرې نه مړه کوي. دوی طالبان او عسکر خو هسې هم په جګړو بوخت دي، خو ټول زیان یې ملکي وګړو ته رسېږي.»

اخوا د ولایتي شورا غړی محمد رحمان قادري بیا وایي، وسله وال د ښار په  بېلا بېلو سېمو کې د ځای پر ځای کېدو په حال کې دي او له خلکو یې غوښتي، چې سیمې دې پریږدي.

قادري زیاته کړه:«د ګردیز هغه سیمې چې د طالبانو ولکه کې دي، له خلکو یې غوښتي چې سیمې پریږدې او دوی له دغو ځایونو پر حکومتي ځواکونو بریدونه کوي.»

 خو د پکتیا والي ویاند عبدالرحمن منګل بیا وایي، د تیرې شپې نښتو کې ۳۰ وسله والو او ۱۳ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

منګل ډاډ ورکوي چې ګردیز ښار کې کافي اندازه سرتېري شته او وسله والو ته به ښار ته د ننوتو اجازه ورنه کړي.

 منګل زیاته کړه: «د پکتیا اوسېدونکو ته ډاډ ورکوو چې دلته د امنیتي ځواکونو تر منځ کلکه همغږي شته. ګردیز کې کافي اندازه سرتېري لرو او دښمن به ونه شي کولائ، چې شومو موخو ته ورسېږي.»

ګردیز ته څیرمه تېره شپه وسله والو پر احمد ابا ولسوالۍ کې هم بریدونه کړي او سیدکرم ولسوالي یې هم کلابند کړې او دا مهال په کې درنه جګړه روانه ده. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist