Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ډیورنډ فرضي کرښې ها خوا د  پښتنو ملي جرګه: ګډونوالو پاکستان یو ځل بیا د طالبانو پر ملاتړ تورن کړ

admin by admin
2021/08/08

د ډیورنډ فرضي کرښې ها خواد  شبنې په ورځ د « ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۶ مه »  د پېښور ښار چارسده کې د ګروندګرو ګوند پر کوربتوب د پاچاخان مرکز کې د پښتنو ملي جرګه ترسره شوه. 

یاده  جرګه کې،چې د الله اکبر او لر او بر په سرلیک سره جوړه شوې، د کوزې پښتونخوا ګڼو مخورو مشرانو او سیاستوالو په کې ګډون کړی وو. 

جرګه کې د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده شوه او ویل شوي،چې د دې وضعیت دوام ددواړو خواوو پښتنو ژوند او راتلونکې ننګولی شي.

پښتون سیاستوال ایمل ولي خان وايي: « جنګ د محمد اشرف غني او طالب نه دی. جنګ د پښتنې خاورې د خودمختارۍ او د پښتنې خاورې د غلامۍ دی. زه ولې پر امریکا نیوکه وکړم.» 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر  منظور احمد پښتین په دې جرګه کې له علماوو غوښتنه وکړه،چې د پښتون ملت غږ دې بدرګه کړي.

 پښتین ویلي، پاکستاني علماء د پاکستان لپاره جمهوريت غواړي او افغانستان کې بیا د جمهوريت ستنې ړنګوي.

له کرښیې هاخوا پښتانه سياستوال د پاکستان  حکومت د طالبانو متحد او ملاتړی بولي او وايي ليدلي دي،چې د دوی په سيمو کې طالبان تربيه او بيا افغانستان ته د جګړې لپاره لېږل کېږي.

پښتون سياستوال ايمل ولي خان وايي:« هغه مداخله داسې مداخله ده،چې په زرګونه وسله وال له کرښیې تېږي. افغانستان کې یې د جهاد په نوم پر افغان ولس اور بل کړی دی. دلته پاکستان ته هره ورځ د وسله والو تابوتونه راروان دي. د پاکستان بېرغ کې ورته سلامي کېږي. جنازه یې کېږي او بیا دفن کېږي. » 

دا جرګه د الله اکبر لر او بر امن په نوم ترسره شوه،چې په يو شمېر مهمو موضوعاتو په کې خبرې وشوې. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین نیوکه کړې،چې پر نړیوالو او پاکستاني رسنیو کې د وسله ‌والو مرکې خپرېږي،خو زموږ سوله یيزه چېغه نړيوالو او پاکستاني رسنيو بدرګه نه کړه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist