یاده جرګه کې،چې د الله اکبر او لر او بر په سرلیک سره جوړه شوې، د کوزې پښتونخوا ګڼو مخورو مشرانو او سیاستوالو په کې ګډون کړی وو.
جرګه کې د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده شوه او ویل شوي،چې د دې وضعیت دوام ددواړو خواوو پښتنو ژوند او راتلونکې ننګولی شي.
پښتون سیاستوال ایمل ولي خان وايي: « جنګ د محمد اشرف غني او طالب نه دی. جنګ د پښتنې خاورې د خودمختارۍ او د پښتنې خاورې د غلامۍ دی. زه ولې پر امریکا نیوکه وکړم.»