Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د تخار اوسېدونکي د سړکونو له خرابوالي شکایت کوي

د تخار اوسېدونکي د سړکونو له خرابوالي شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/15

تخار ولایت کې د کوکچې سیند پر څنډو پرتو څلور سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي وایي، له مرکزه ورغځېدلي سړکونه خام پاتې دي، روغتیايي مرکزونو، مخابراتي شبکو او د څښاک پاکو ته محدود لاسرسی هغه څه دي چې د دې ولایت د سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي یې له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.

د دې ولسوالیو له ډلې د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ خلک له مرکز په بېلابېلو برخو کې د مرستې غوښتنه کوي.

دوی شکایت کوي چې هلته شته روغتیايي مرکز د دوی اړتیاوې نه شي پوره کولی او اړ دي چې خپل ناروغان تالقانو ښار ته ولېږدي، خو د لارې د اوږدوالي او خرابوالي له امله ډېر کله ناروغان په لارو ژوند بایلي.

د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي: «تخار ته د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخامخ یو. لاره خرابه ده او په ځانګړې توګه ناروغان په ډېرې سختۍ تر مرکزه لېږدوو. د جمهوریت په وخت کې نا امني وه، خو له ا سلامي امارت غوښتنه کوو چې اوس امنیت ښه دی او زموږ دا سړک دې ورغوي.»

همدارنګه د دې ولسوالۍ یو تن بل اوسېدونکی هم ورته غوښتنه لري: « تېرو ۲۰ کالو کې د کوکچې څنډو کې پرتو ولسوالیو ته پاملرنه نه ده شوې. په ځانګړې توګه سړکونه ډېر خراب دي او ناروغان تالقانو ښار ته له رسېدو وړاندې په لارو ساه ورکوي.»

د خواجه بهاودین ولسوالۍ ځینې نور اوسېدونکي بیا د برېښنا، څښاک پاکو اوبو او مخابراتي شبکو په تړاو هم شکایتونه لري او وايي، چارواکي باید رسېدنه وکړي.

د عبدالروف په نوم د خوجه بهاوالدین ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي: « د خرابو سړکونو ترڅنګ برېښنا هم نه لرو، د څښاک پاکې اوبه نه شته او مخابراتي شبکې خورا کمزوې دي. له دولت غوښتنه کوو چې زموږ ستونزې هوارې کړي.»

ځايي چارواکي هم د  خلکو ستونزې پرځای بولي او وایي، ستونزې یې له مرکز سره شریکې شوې خو لا یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د خواجه بهاوالدین ولسوال مولوي عبدالصمد اشرف وايي: « د دې ولسوالۍ د خلکو ستونزې ډېرې دي خو لویه ستونزه د ولسوالۍ او مرکز تالقانو ترمنځ د غځېدلي سړک خرابي ده. په دې اړه مو څو ځله ولایت مقام او ټولګټو وزارت ته پېشنهادونه کړي، خو له بده مرغه تر اوسه پاملرنه نه ده شوې. دا خلک د څښاک پاکو اوبو او کانال په اړه هم له ستونزو سره مخ دي. له ټولو اړوند سکټورونو غوښتنه لرو چې زموږ د خلکو ستونزو ته د حل لارې پیدا کړي.»

تخار ولایت ۱۶ ولسوالۍ لري چې ځینې یې خورا وروسته پاتې او عامه خدمتونه په کې کمزوي دي. دغو ولسوالیو ته د تېرو حکومتونو پرمهال هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې او تر ډېره یې پړه پر نا امنیو اچول شوې ده.

د دې ولسوالیو خلک د امنیت په راتګ سره د بیا رغنیزو پروژو غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist