جاغوري د غزني هغه ولسوالي ده چې د نورو ولسوالیو پرتله په کې زیاتې پراختيايي پروژې پلي شوې او نسبتا ودانه ده.
د دې ولسوالۍ یوازینۍ لویه ستونزه له غزني ښاره تر دې ولسوالۍ پورې غځېدلې لاره ده چې خرابوالي يې خلک له ستونزو سره مخ کړي.
د جاغوري اوسېدونکي وايي، د ژمي په را رسېدو سره تل وېره دا وي چې د غزني- جاغوري مواصلاتي لاره د ډېرو واورو له امله وتړل شي او له همدې کبله غوښتنه کوي چې حکومت دغه ستونزه هواره کړي.
د جاغوري ولسوالۍ قومي مشر محمد عارف وايي: « دا سړک له قره باغ تر جاغوري پورې خامه دی او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.»
د جاغور ولسوالۍ یو بل قومي مشر حسني په دې اړه وايي:« زموږ د خلکو لویه ستونزه سړک دی. د غزني – جاغوري لاره ډېره کنډه کپره ده. څو ځلې کابل ته لاړو او دې لارې جوړېدو غوښتنه مو وکړه، لاهم ګام نه دی پورته شوی. موږ له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې د دغې لارې جوړول پر غاړه واخلي.»
په ورته مهال ځينې نور قومي مشران بیا وايي، د ژمي پرمهال د لارو خرابوالي او ډېرو واورو له امله وخت ناوخت مسافر او ناروغان په لارو کې ایسارېږي او ان ژوند بايلي.
د جاغوري ولسوالۍ د قومي شورا مشرعبدالاحد جمشېدي وايي: «غزني ته زموږ غځېدلې لاره یوه صعب العبور لاره ده او په منځ کې یې ډېر کوتلونه دي. د ژمي په راتګ سره خلک له سختو ستونزو سره مخ وي. له ۱۳۸۶ لمریز کال راهیسې د جاغوري سړک په قرارداد ورکړل شوی، خو لا نه دی جوړ شوی او ستونزې یې په خپل ځای پاتې دي.»
د جاغوريو ولسوالۍ مسوولین هم د خلکو ستونزه مني او وايي، د ولايت په کچه يې له چارواکو سره ستونزه شریکه کړې او د حل ژمنې يې هم ورسره شوې دي.
د جاغوري ولسوالۍ مرستیال فدا محمد عبدالرحمن وايي: « د خلکو د دې غوښتنې په اړه مو پرله پسې ډول ولایت او حتا وزارت ته پېشنهادونه کړي او له هغې خوا ډاډ هم راکړل شوی دی. امکاناتو ته په کتو سره به د ستونزې د هوارولو ګامونه پورته شي.»
بله خوا، د غزني ځايي مسوولین وايي، د جاغوري ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې ورسره شریکې شوې، خو دا چې د سيمو ستونزو ته په نوبت واره توګه رسېدنه کېږي، تمه ده چې د جاغوري نوبت هم را ورسېږي.
د غزني والي ویاند حافظ عمر وايي: « د جاغوري ولسوالۍ خلکو ولایت مقام ته عریضه کړې او موږ هم د رسېدنې ژمنه ورکړې. دا چې غزني یو لوی ولایت دی او په څو ولسوالیو کې یې پر عمومي لارو کار روان دی، تمه ده چې د جاغوري نوبت هم را ورسېږي او د سړک جوړولو کارونه به پيل شي.»
عمر وايي، د لویو لارو د رغولو کارونو له بشپړېدو وروسته به د ولایتونو او ولسوالیو د لارو رغولو چارې هم پیل شي چې غزني ښار سره د جاغوري ولسوالۍ د مواصلاتي لارې رغول به هم په کې شامل وي.