Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د جاغوري خلک: د ولسوالۍ او غزني ښار ترمنځ غځېدلې لاره دې ورغول شي

د جاغوري خلک: د ولسوالۍ او غزني ښار ترمنځ غځېدلې لاره دې ورغول شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/15

جاغوري د غزني هغه ولسوالي ده چې د نورو ولسوالیو پرتله په کې زیاتې پراختيايي پروژې پلي شوې او نسبتا ودانه ده.

د دې ولسوالۍ یوازینۍ لویه ستونزه له غزني ښاره تر دې ولسوالۍ پورې غځېدلې لاره ده چې خرابوالي يې خلک له ستونزو سره مخ کړي.

د جاغوري اوسېدونکي وايي، د ژمي په را رسېدو سره تل وېره دا وي چې د غزني- جاغوري مواصلاتي لاره د ډېرو واورو له امله وتړل شي او له همدې کبله غوښتنه کوي چې حکومت دغه ستونزه هواره کړي.

د جاغوري ولسوالۍ قومي مشر محمد عارف وايي: « دا سړک له قره باغ تر جاغوري پورې خامه دی او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.»

د جاغور ولسوالۍ یو بل قومي  مشر حسني په دې اړه وايي:« زموږ د خلکو لویه ستونزه سړک دی.  د غزني – جاغوري لاره ډېره کنډه کپره ده. څو ځلې کابل ته لاړو او دې لارې جوړېدو غوښتنه مو وکړه، لاهم  ګام نه دی پورته شوی. موږ له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې د دغې لارې جوړول پر غاړه واخلي.»

په ورته مهال ځينې نور قومي مشران بیا وايي، د ژمي پرمهال د لارو خرابوالي او ډېرو واورو له امله وخت ناوخت مسافر او ناروغان په لارو کې ایسارېږي او ان ژوند بايلي.

د جاغوري ولسوالۍ د قومي شورا مشرعبدالاحد جمشېدي وايي: «غزني ته زموږ غځېدلې لاره یوه صعب العبور لاره ده او په منځ کې یې ډېر کوتلونه دي. د ژمي په راتګ سره خلک له سختو ستونزو سره مخ وي. له ۱۳۸۶ لمریز کال راهیسې د جاغوري سړک په قرارداد ورکړل شوی، خو لا نه دی جوړ شوی او ستونزې یې په خپل ځای پاتې دي.»     

د جاغوريو ولسوالۍ مسوولین هم د خلکو ستونزه مني او وايي، د ولايت په کچه يې له چارواکو سره ستونزه شریکه کړې او د حل ژمنې يې هم ورسره شوې دي.

د جاغوري ولسوالۍ مرستیال فدا محمد عبدالرحمن وايي: « د خلکو د دې غوښتنې په اړه مو پرله پسې ډول ولایت او حتا وزارت ته پېشنهادونه کړي او له هغې خوا ډاډ هم راکړل شوی دی. امکاناتو ته په کتو سره به د ستونزې د هوارولو ګامونه پورته شي.»

بله خوا، د غزني ځايي مسوولین وايي، د جاغوري ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې ورسره شریکې شوې، خو دا چې د سيمو ستونزو ته په نوبت واره توګه رسېدنه کېږي، تمه ده چې د جاغوري نوبت هم را ورسېږي.

د غزني والي ویاند حافظ عمر وايي: « د جاغوري ولسوالۍ خلکو ولایت مقام ته عریضه کړې او موږ هم د رسېدنې ژمنه ورکړې. دا چې غزني یو لوی ولایت دی او په څو ولسوالیو کې یې پر عمومي لارو کار روان دی، تمه ده چې د جاغوري نوبت هم را ورسېږي او د سړک جوړولو کارونه به پيل شي.»  

عمر وايي، د لویو لارو د رغولو کارونو له بشپړېدو وروسته به د ولایتونو او ولسوالیو د لارو رغولو چارې هم پیل شي چې غزني ښار سره د جاغوري ولسوالۍ د مواصلاتي لارې رغول به هم په کې شامل وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist