Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت یو ځل بیا له ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ ورسپارلو غوښتنه کړې

اسلامي امارت یو ځل بیا له ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ ورسپارلو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/12

د ملګرو ملتونو د مشارکت کمېټې په ۸۴ مه غونډه کې د افغانستان د رایې حق په اړه د افغانستان غوښتنه یو ځل بیا رد کړې، خو  په غبرګون کې اسلامي امارت یو ځل بیا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ پر نه ورکړې نیوکه کوي. 

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ سرپرست حکومت ته وسپاري.

 د نوموړي په خبره، د څوکۍ نه سپارل د افغانانو په حق کې لویه جفا ده او دغه کار به له ملګرو ملتونو سره  د سرپرست حکومت تعامل ته زیان ورسوي.

شاهین په دې اړه وايي: « په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو کې د ګډون حق د اسلامي امارت دی او چمتو دی چې د دغه حق لپاره د تېر مهال باقیات هم ورکړي. د افغانستان پر څوکۍ له اسلامي امارت پرته د بل چا استازی مانا نه لري او له ملګرو ملتونو سره د مثبت تعامل په لاره کې لوی خنډ دی.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له خوا د رایې ورکولو د حق ځنډېدل داسې مهال دي چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب یوه جنجالي مساله ګرځېدلې.

سرپرست حکومت وايي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ نه ورکول سیاسي بڼه لري.

پوښتنه داده چې ولې په تېرو درېیو کالو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت  ته نه سپارل کېږي؟

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « اسلامي امارت باید د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو او دغه راز د ښځو کار په اړه عاجله پرېکړه وکړي ترڅو هغه بهانې له منځه لاړې شي چې ملګري ملتونه یې د لارې خنډونه بولي.»

ځېنې نور بیا وايي، د ملګرو ملتونو د قوانینو پر بنسټ، ملتونه دا حق لري چې د خپلې خوښې نظامونه جوړکړي.

د دوی په اند، ملګرو ملتونه باید د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري او استازی یې په رسمي توګه ومني.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي: « د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د رایې حق باید اسلامي امارت ته ورکړل شي. یو بې هویته او نا مالوم کس د افغانستان استازیتوب نه شي کولی. د افغانستان استازیتوب باید افغان ولس او اوسنی حکومت وکړي. افغانان اوس یو مسوول نظام لري او دغه نظام ته د ملګرو ملتونو څوکۍ سپارل د افغانانو حق دی.»

اسلامي امارت  په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ لپاره په قطر کې د سیاسي دفتر مشر  سهیل شاهین معرفی کړی؛ خو لاهم د ملګرو ملتونو له لوري نه دی منل شوی.

په ملګروملتونو کې د افغانستان د غړیتوب حق په کال کې نږدې ۲۰۰ زره امریکايي ډالره کیږي چې تر دې وړاندې د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لوري ورکول کېدل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې
افغانستان

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

جون 25, 2026
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر کتلي
افغانستان

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

جون 25, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

جون 25, 2026
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر کتلي

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

جون 25, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist