Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: په بار وړونکو موټرو کې جي.پي.اېس سیسټم ځای پر ځای کېږي

چارواکي: په بار وړونکو موټرو کې جي.پي.اېس سیسټم ځای پر ځای کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/10

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت، مالیې وزارت او د افغان پُسټ شرکت ترمنځ په باور وړونکو ټرانزیټي موټرو کې د جي.پي.اېس سیسټم د نصبولو په موخه تړون لاسلیک شو.

چارواکي وايي، دا سیسټم یا هم د ځیرک قلف سیسټم به په ټولو هغو بار وړونکو موټرو کې ځای پر ځای شي چې د افغانستان له لارې ګاونډیو هېوادونو ته ټرانزیت کوي.

د دوی په خبره، دا سیسټم به هغه مهال له موټرو بېرته لرې کېږي چې کله له افغانستان څخه وځي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د تدارکاتو رییس حبیب‌الرحمان طلحه وايي: « د جي.پي.اېس دا سیسټم په ټرانزیټي او بار وړونکو موټرو کې لګول کېږي او له دې وروسته به د سیسټم اړوند شرکت او نورې ادارې ورسره همکاري کوي. دا سیسټم په هر هغه بار وړونکي موټر کې لګول کېږي چې زموږ خاورې ته راننوځي؛ کله چې همدا موټر بېرته زموږ له خاورې وځي، سیسټم به ترې خلاصېږي.»

په باور وړونکو موټرو کې د دې سیسټم له ځای پر ځای کولو سره به ټول سوداګر خپل توکي له نږدې څاري، په سوداګریزو توکو کې به د لاسوهنې مخنیوی وشي او همدا راز به د توکو د غلا مخه هم ونیول شي.

د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال وايي: « ځیرک قلفونه د تجارتي اموالو متشبث ته وړتیا ورکوي چې د خپلو توکو له کره ځای څخه خبر ترلاسه کړي. له دې سره نه یوازې د لارۍ د تګ مسیر او د درېدلو ځای په ګوته کوي بلکې د انحراف په صورت کې د اموالو له غلا څخه مخنیوی کوي.»

چارواکي وايي، د دې سیسټم په رامنځته کولو سره د بهرني ټرانزیټ په برخه کې پر افغانستان باور زیاتېږي او د شفافیت رامنځته کېدو ترڅنګ به د سوداګریزو توکو خوندیتوب یقیني شي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د تدارکاتو رئیس حبیب الرحمان طلحه وايي: « په کوم موټر کې چې دغه جي.پي.اېس سیسټم نصب شوی وي، د تجارتي توکو او موټر خاوندانو ته ښکاري چې مال او موټر یې په کوم ځای کې دي.»

د مالیې وزارت اداري مرستیال دوست محمد مخلص وايي: « د بهرني ټرانزیټ په برخه کې به د باور کچه لوړه شي، د سوداګریزو توکو خوندیتوب به یقیني شي، په چارو کې به پوره روڼتیا او چټکتیا رامنځته او د کار وخت به په منظم ډول کنټرول شي. د جي.پي.اېس دا سیسټم له داسې ځانګړتیاوو برخمن دی چې په ټرانزیټي محموله کې د هر ډول لاسوهنې مخه نیسي.»

طلحه وايي، د جي.پي.اېس سیسټم په نصبېدو سره به د موټرونو سرعت هم کنټرول شي او په دې کار سره به د زیات سرعت له امله رامنځته کېدونکې ټرافیکي پېښې کمې او د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.

هغه زیاتوي: « د جي.پي.اېس د دې سیسټم په وسیله د موټرو سرعت هم کنټرولېږي او په دې سره به د چټک سرعت له امله رامنځته کېدونکې ټرافیکي پېښې او د مرګ ژوبلې کچه هم ټیټ شي.»

په همدې حال کې، د مالیې وزارت وايي هڅه کوي چې افغانستان د منځنۍ او سوېلي آسیا پر سوداګریزې څلورلارې بدل کړي.

 د وزارت په خبره، کله چې ټرانزیټي سیسټم پرعصري ټکنالوجۍ سمبال شي، د سیمې هېوادونو باور به لاپسې زیات شي.

د مالیې وزارت مرستیال دوست محمد مخلص وايي: « د مالي وزارت هڅه کوي افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د ټرانزیټ په یوه څلورلاره بدل کړي. د دې ډول سیسټمونو کارول کولی شي پر افغانستان د سیمې هېوادونو باور زیات کړي.»

د سوېلي آسیا د لوړ صنعت لپاره د منځنۍ آسیا طبیعي زېرمې د خامو موادو په توګه ښه انتخاب دی. د دغو توکو د انتقال لپاره د یوه ستراتیژيک موقیعت په توګه افغانستان یوه خوندي لاره ده چې ټرانزیټ به یې د جي.پي.اېس له نصبېدو سره لاپسې خوندي او د ډاډ وړ شي.

بله خوا، د دولتي شرکتونو چارواکي د افغانستان لپاره د یوه داسې ۶ رقمي پُسټي کوډ له جوړولو خبر ورکوي چې له نړیوالو معیارونو سره به برابر وي.

 د دوی په خبره، د دې کوډ له مخې به د افغانستان ټولو سیمو لپاره ۱ زر ۴۰۵ نوي کوډونه جوړ شي چې له لارې به یې د هېواد ټولو سیمو ته د هرډول توکو استول اسانه شي او امنیتي پېښو ته به په وخت رسېدنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغانستان څلور رقمي پُسټي کوډ درلود چې په ۲۰۱۱ کال جوړ او د پُسټ نړیوالې اتحادیې له خوا تایید شوی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist