Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پښتنو قامي جرګې پر میدان د پاکستاني پولیسو برید مرګ ژوبله اړولې

د پښتنو قامي جرګې پر میدان د پاکستاني پولیسو برید مرګ ژوبله اړولې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/10

د پاکستان حکومت د تېرې یک‌ شنبې په ورځ رسماً د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو بندیز ولګاوه او په دې توګه یې د اکټوبر په ۱۱مه د پښتونو قامي جرګې د ترسره کېدو د مخنیوي هڅه وکړه.

په تازه اقدام کې د دې هېوا پوځ تېره شپه په خیبر دره کې د جرګې په میدان کې پر ګډونوالو او راغلو قافیلو وسله ‌وال برید کړی چې په پایله کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي.ټي.اېم) د غړیو ترڅنګ د جرګې یو شمېر ګډونوال هم سخت ټپیان شوي.

پاکستاني پولیسو د خلکو د خپرولو په موخه د ډزو ترڅنګ پر خلکو اوښکې بهوونکی ګاز هم کارولی.

د دې ترڅنګ، د پاکستان امنیتي ځواکونو له سویلي وزیرستان څخه جرګې ته پر راتلونکي ولسي کاروان هم ډزې کړې او جرګې ته د ورتلونکو لارو پر سر يې د خنډونو له اېښودلو سره په جرګه کې د خلکو له ګډون کولو مخنیوی کړی.

د پي.ټي.اېم غړي د سوله ‌ییزې حق غوښتنې پر وړاندې د پاکستاني پوځ تاوتریخجن چلن، د جرګې بریالیتوب او د پوځ ماتې بولي او په خواله رسنیو کې یې «پر خیبر ننګ وکړئ» هشتګ کارولی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي غړی نور باچا وايي: « په دې کې هېڅ شک نه شته چې پنجابي ریاست ماتې خوړلې. د وسلې کارول او د داسې شرمناکو کارونو ترسره کول د ماتې مانا لري. زموږ مقاومت او لا په میدان درېدل د فتحې نوم دی، موږ فتحه حاصله کړې او له اخلاقي پلوه مو ماتې ورکړې.»  

د سې شنبې پر شپه هم زیات شمېر پاکستاني پولیسو د جرګې پر ځای برید کړی او پر راټول شویو خلکو یې ډزې کړي، ګڼ شمېر یې له ځان سره وړي او د ماشینرۍ په کارولو سره یې د جرګې میدان کې د خندقونه په کېندلو سره د جرګې ګډوډولو هڅه کړې.

د پي.ټي.اېم مشر منظور احمد پښتین د پاکستاني حکومت ورته اقدام د جرګې له جوړېدو او په کې د ترسره کېدونکو پرېکړو څخه د دوی هغه وېره ګڼي چې په وینا یې ورسره له لسیزو راهیسې د پښتون ولس پر سر او مال د پاکستان پوځ روانې کړې لوبې ته د پای ټکی کېښول کیږي.

پښتین په دې اړه وايي: « د پښتنو د ملي جرګې په خیبر ګراونډ باندې د پاکستاني زورورو چارواکو قبضه ده. د غټې ماشینرۍ په وسیله د پښتنو ملي جرګې ډګر کې خندقونه کېندي. په پاکستان کې د پښتنو دا حثیت دی چې په خپلو زرګونو کالونو آبادو کليو او علاقو کې هم د خپلو روایاتو مطابق د یوې جرګې اجازه هم ریاست نه ورکوي. په دې جرګه کې ریاست د پښتنو په وینې او معدنیاتو د دوی روان کاروبار ته زیان ویني؛ ځکه یې په پي.ټي.اېم او جرګه بندیز ولګاو.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی حاجي صمد وايي: « د پاکستان پولیس او نور امنیتي ځواکونه د شپې راغلل او هڅه یې وکړه چې د جرګې جوړېدو مخه ونیسي. زه ورته وایم چې دا جرګه ده، احتجاج نه دی او نه هم کومه سیاسي غونډه ده. دا زموږ د پلرونو او نیکونو دود دی او خامخا به ترسره کېږي.»  

د پښتون ژوغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي، پاکستاني ریاست تر دې وړاندې هم د پېښور روغتونونو، بېړنیو څانګو ته له دې کبله د «تیارسئ» امر کړی چې پر خلکو له برید وروسته د احتمالي مرګ ژوبلې قربانیان هلته ولېږدوي.

 نوموړي له دې هرڅه سربېره په ټاکلې نېټه د جرګې د ترسره کېدو ډاډ ورکړی او ټینګار کوي چې د جرګې جوړول لا اړین او حیاتي دي.

بل پلو، د بښنې نړیوال سازمان هم د پاکستاني حکومت له لوري پر پي.ټي.اېم د لګول شويو بندیزونو د ژر تر ژره لرې کولو غږ کړی.

یاد سازمان په دې تړاو غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د سوله ‌ییزو احتجاجونو پر وړاندې زور زیاتی او د غورځنګ د غړیو خپل سري نیونې او هدف ګرځول، له واکه ناوړه ګټه اخیستنه او د قانون ناسمه کارونه بللې.

دغه سازمان زیاته کړې: « د پاکستان حکومت باید په سملاسي توګه خپل چلن\ سم کړي او د سوله ‌ییزو لاریونونو او ناستو جرمي کولو ته دې د پای ټکی کېږدي. حکومت باید د قومیت له مخې د مخالفو ډلو ټپلو څارل ودروي او له پي.ټي.اېم سره د ترهګرۍ ضد ورته عمل کولو پر پرېکړې له سره غور وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ‌ګل څمکنی په دې اړه وايي: «له پاکستان څخه هیله کوو چې د جرګې په تړاو له تشدد څخه کار وا نخلي او اجازه ورکړي چې جرګه په خوندي فضا کې ترسره شي.»

د پښتنو قامي جرګې جوړېدو پر وړاندې د پاکستان حکومت دغه اقدامات داسې مهال دي چې وړمه ورځ د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) د پښتنو جرګې ته د درناوي لپاره له پاکستاني پوځ سره پنځه ورځنی اوربند اعلان کړ.

د ټي.ټي.پي دغه اقدام په یو ډول د جرګې د ملاتړ اعلان او ترڅنګ یې د غوره ترسراوي لپاره د امنیتي ګواښونو د کچې راټیټېدل یاد شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist