Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار ښاریان: د کثافاتو ډېروالي او د کانالیزاسیون نه شتون له ستونزو سره مخ کړي یو

ننګرهار ښاریان: د کثافاتو ډېروالي او د کانالیزاسیون نه شتون له ستونزو سره مخ کړي یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/09

د ننګرهار ولایت په مرکز جلا آباد ښار کې د دولتي ادارو او ښاریانو له خوا د ښار پاکولو ګډ اشر ترسره  شو.

 چارواکي وايي، د دې اشر موخه د ښار پاکوالي او ښاري فرهنګ په رواجولو کې خلکو ته د عامه پوهاوي ورکول دي.

د اشر ګډونوال بازمحمد ځوانمل وايي: « په جلال آباد ښاریانو باندې غږ کوم چې نه یوازې د نن په څېر اشر کې برخه واخلي بلکې د دې ګډ کور د پاک ساتلو لپاره تل ګامونه پورته کړي.»

د اشر یو بل ګډونوال ګل ولي شاه وايي: «له ټولو درنو ښاریانو هیله لرو چې ښار پاک وساتي او د ننني اشر په څېر د هر کس لپاره په کار ده چې د خپل کاروبار شاوخوا ځایونه پاک وساتي.»

د جلال‌ آباد ښار يو شمېر نور اوسېدونکي وايي، ښاروالۍ دې په ښار کې د کثافت دانیو پر زیاتولو سربېره د کثافاتو پر وخت لېږدولو اوهمدارنګه د ښار لپاره د یوه منظم کانالیزاسیون لپاره ګامونه پورته کړي.

د جلال آباد ښار اوسېدونکی حابت میر وايي: « زموږ په ساحه کې د کثافاتو اچولو وسایل نه شته. له ښاروال غوښتنه کوو چې د دې لپاره منظم ځایونه جوړ کړي.»

د جلال آباد ښار یو بل اوسېدونکی رحمت الله بیا وايي: « د ټول ښار اوبه د مخابراتو چوک خواته روانې وي او د باران پرمهال ترې تېرېدل ناشوني وي. تر ټولو زیاته لومړۍ ناحیه له ستونزو سره مخ ده. دا ښار کانالیزاسیون ته اړتیا لري او اوبه یې نه دي ایستل شوې. زموږ غوښتنه ده چې د ښار اوبه سیند ته ویستل شي.»

د جلال آباد ښاروالۍ مسوولین وايي، دوی هره ورځ له ۷۰ تر۷۵ لاریو کثافات له ښاره وباسي خو دا چې ښار ګڼ نفوسه دی، ولس باید په دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

مسولین زیاتوي، د ښار لپاره د کانالیزاسیون جوړولو لپاره د یوه منظم پلان پر بنسټ ګامونه پورته کړي ترڅو د ورښتونو پرمهال ښاریان له اوبو په تکلیف نه شي.

د جلال آباد ښاروال نقیب‌الله طارق وايي: « د باران اوبو د مخنیوي لپاره له خپل وس او توان سره هڅه کوو ترڅو خلک را روان ژمی له ستونزو سره مخ نه شي.»

د جلال آباد ښار لپاره د کانالیزاسیون پر جوړېدو او ښار پاکونې په برخه کې د ولس غوښتنې داسې مهال ډېرې شوې دي، چې ژمی را روان دی او او ښار کې د منظم کانالیزاسیون نه شتون له امله د ورښتونو پرمهال باراني اوبه د خلکو هټیو او کورونو ته ننوځي او خلکو ته له روغتیايي ستونزو سربیره مالي زیانونه هم اړوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist