Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي د مسکو فارمټ ناستې څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره کتلي

متقي د مسکو فارمټ ناستې څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره کتلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/07

په روسیه کې د مسکو فارمټ شپږمې ناستې له پای ته رسېدو وروسته، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ناستې په څنډه کې د چین، ایران، هند، ازبیکستان او پاکستان له ځانګړو استازو سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړې.

د بهرنیو چارو وزارت وزارت وايي، په دې لیدنو کې د یادو هېوادونو له استازو سره د سیاسي او اقتصادي دوه اړخیزو اړیکو پر ودې او همکاریو تمرکز شوی.

د وزارت په خبره، په دې دوه اړخیزو ناستو کې افغان لوري په هېواد کې راغلی امنیت د سیمې پر ګټه بللی او له اسلامي امارت سره د تعامل د زیاتېدو او له افغان لوري سره د سوداګریزو همکاریو او د پانګونو د پراخوالي غوښتنه یې کړې.

وزارت زیاته کړې:« په دې ناستو کې د افغانستان او سيمې هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخيزو سياسي اړيکو او اقتصادي همکاريو هراړخيزې خبرې وشوې. د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د يادو هېوادونو له ځانګړو استازو سره په ليدنه کې د افغانستان او اړوندو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو پر پراختيا، سوداګرۍ او پانګونې ټينګار کړی.»

په تېرو درېیو کالو کې له سرپرست حکومت سره د لویدیځو هېوادونو پرتله د سیمې او ګاونډ هېوادونو اړیکې په ښه حالت کې دي او ډېر کله یې د سیاسي او اقتصادي همکاریو ژمنې کړې.

د سیاسي چارو شنونکي په داسې شرایطو کې چې اسلامي امارت د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندلی شوی، ورته سیمه ‌ییزې ناستې له هېوادونو سره د خبرو اترو او ګډو ستونزو ته د حل لارو موندلو لپاره یو فرصت ګڼي.

د چارو شنوونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « دا ډول غونډې او کنفرانسونه کولی شي د نړیوالو سازمانونو، خیریه بنسټونو، سوداګرو، پانګوالو او سیاستوالو پاملرنه افغانستان ته واړوي، افغانستان د موضوعاتو په محراق بدل کړي؛ ترڅو د افغانستان د رسمیت پېژندنې، سیاسي تعامل او د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصولو لپاره هڅې وشي.»

د شنونکو په باور، که اوسنی سرپرست حکومت وکولی شي دغه هېوادونه تعامل ته چمتو کړي، د افغانستان ترڅنګ د سیمې هېوادونو اقتصادي وضعیت هم ورسره غوړېدای شي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « افغانستان د منځنۍ آسیا او سوېلي آسیا د نښلولو ټکی دی. د سوېلي او منځنۍ آسیا له استازو سره د امیرخان متقي لیدنې او خبرې د دې مانا لري چې دغه هېوادونه غواړي خپلې اړیکې پراخې کړي او دا له افغانستان پرته ناشونې دي.»

روسیه وړمه ورځ د افغانستان په تړاو د سیمې د یو شمېر هېوادونو د استازو په ګډون د مسکو فارمټ د شپږمې ناستې کوربه وه. په دې ناسته کې د افغانستان د سیاسي ښکېلتیا او اقتصادي وضعیت په تړاو بحث وشو.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د همدې ناسې په څنډه کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف سره دوه اړخیزه ناسته درلوده چې په کې پر سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې وشوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026
افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه
افغانستان

افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

جون 30, 2026
د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول
افغانستان

د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist