Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مسکو د بندیزونو له تور لېست د اسلامي امارت چارواکو په لرې کولو غور کوي

مسکو د بندیزونو له تور لېست د اسلامي امارت چارواکو په لرې کولو غور کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/06

په داسې حال کې چې د اسلامي‌ امارت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو نومونه د ملګروملتونو امنیت شورا د بندیزونو په تور نوملړ کې لا هم پاتې دي، د مسکو فارمټ غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، هېواد یې غواړي د روسیې د بندیزونو له لېست د اسلامي امارت مشرانو نومونه حذف کړي، خو په خبره یې اوس یوازې د دغې چارې قانوني پړاونه پاتې دي چې د روسیې په بهرنیو چازو وزارت کې به پرې کار وشي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د روسیې دغه ګام به په سیاسي برخه کې د اسلامي امارت پر وړاندې د نورو هېوادونو دریځونه هم نرم او د رسمي اړیکو ټینګولو ته نږدې کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « مسکو فارمټ د سیمه ییز اتصال، امنیت او همغږۍ لپاره یو مهم دریځ دی. له دې دریځ  یوازې د سرپرست حکومت چارواکي نه بلکې ټوله سیمه ډېرې ګټې ترلاسه کولی شي. دا چې مسکو اعلان کوي چې د ترهګرۍ له لېست د سرپرست حکومت مشران او چارواکي وباسي، دا یو ښه پرمختګ دی او د تعامل لپاره به لا ښه زمینه برابره کړي.»

که څه هم روښانه نه ده چې کرېملین به د روسیې د بندیزونو له لېست د اسلامي امارت چارواکو د نومونو لرې کولو په اړه پریکړه څه وخت او د کومو شرایطو له مخې کوي، خو د مسکو دغه اقدام له سیاسي پلوه د سرپرست حکومت لپاره لاسته راوړنه ګڼل کېږي.​

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، اوس په کار ده چې له نړۍ سره د تعامل لپاره اسلامي‌امارت جدی ګامونه پورته او پر هغو تګلارو له سره غور ورکړي چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د واټن زیاتېدو لامل شوې.

​د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « په اوسنیو شرایطو کې له هرڅه وړاندې اړتیا ده چې افغانستان له نړۍ سره د یوه مثبت تعامل له لارې خپلې اړیکې جوړې کړي. زموږ ملي ګټې ایجابوي چې باید له نړۍ سره اړیکې ولرو او نړۍ هم اړتیا لري چې د خپلو ګټو لپاره افغانستان سره مثبت روابط جوړ کړي. زه هیله من یم چې د دې اړیکو جوړولو لپاره هم نړیواله ټولنه او هم سرپرست حکومت کار وکړي.»

​د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ ناسته کې له لوېدیځ وغوښتل چې پرافغانستان لګېدلي بندیزونه لرې کړي او د دې هېواد په بیا روغونه او ثبات کې ونډه واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist