د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو فارمټ شپږمې ناستې ته په پرانیستې وینا کې ویلي، په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره تعامل د سیمې هېوادونو د امنیت او اقتصادي پراختيا لپاره اړین دی.
د لاوروف په خبره، امریکا او متحدین یې هڅه کوي، د ملګرو ملتونو له سازمان په ګټې اخیستنې سره، د افغانستان د ستونزې حل انحصار کړي.
هغه زیاتوي:« په دې برخه کې، چې امریکا او متحدین یې غواړي د موضوعاتو حل او فصل پر خپل لاس کې ولري او د ملګرو ملتونو له لارې د هر څه کنټرول وکړي، هوښیار و اوسئ.»
لاوروف دا هم ویلي، چې په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره تعامل د سيمې هېوادونو د امنیت او اقتصادي لپاره پراختیا لپاره اړین دی او با ثبات افغانستان د سیمې او نړۍ پر ګټه تمام کېدای شي.
هغه په دې اړه وايي:« د افغانستان ګڼو ستونزو ته د حل لار د مسکو فارمټ او ګاونډیو هېوادونو ناستو ته د مکانېزم رامنځته کول دي. موږ باور لرو، چې په ګډې همغږۍ او سیمهيیزو میکانیزمونو سره ډېرې مهمې لاسته راوړنې لرلی شو.»
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د مسکو فارمت شپږم ناستې ته په خبرو کې ویلي، د سرپرست حکومت له بیا واکمېندو سره په افغانستان کې امنیت تامین شوی، چې له دې سره توانېدلي د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او له نورو هېوادونو سره د مثبت تعامل د رامنځته کولو هڅې کوي.
د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، د مسکو فارمټ او ورته نورې ناستې دغه هېوادونه د خپلو سیاسي موخه لپاره ترسره کوي او سرپرست حکومت ته په کار ده، چې داسې کړنې ترسره کړي، څو نړیوالو ته د منلو وي او پر مټ یې وکولی شي سرپرست حکومت ته د تعامل زمینه برابره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« د دغو ناستو اهداف، د دغو هېوادونو سیاسي اهداف دي، نه د افغانستان لپاره. افغانستان کې اوس امنیت تامین دی، طالبان دې هغه کړنې ترسره کړي، چې نړیوالو ته او خپله افغان ولس ته د منلو وړ وي.»
د مسکو فارمټ وروستۍ ناسته تېر کال په نوابر میاشت کې جوړه شوې وه، چې له افغانستانه څوک نه وو وربلل شوي.