Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لاوروف: اسلامي امارت دې د ټولګډونه حکومت برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي

لاوروف: له اسلامي امارت سره تعامل د سیمې امنیت او اقتصادي پراختیا لپاره اړین دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/05

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو فارمټ شپږمې  ناستې ته په پرانیستې وینا کې ویلي، په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره تعامل د سیمې هېوادونو د امنیت او اقتصادي پراختيا لپاره اړین دی.

د لاوروف په خبره، امریکا او متحدین یې هڅه کوي، د ملګرو ملتونو له سازمان په ګټې اخیستنې سره، د افغانستان د ستونزې حل انحصار کړي.

هغه زیاتوي:« په دې برخه کې، چې امریکا او متحدین یې غواړي د موضوعاتو حل او فصل پر خپل لاس کې ولري او د ملګرو ملتونو له لارې د هر څه کنټرول وکړي، هوښیار و اوسئ.»

لاوروف دا هم ویلي، چې په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره تعامل د سيمې هېوادونو د امنیت او اقتصادي لپاره پراختیا لپاره اړین دی او با ثبات افغانستان د سیمې او نړۍ پر ګټه تمام کېدای شي.

هغه په دې اړه وايي:« د افغانستان ګڼو ستونزو ته د حل لار د مسکو فارمټ او ګاونډیو هېوادونو ناستو ته د مکانېزم رامنځته کول دي. موږ باور لرو، چې په ګډې همغږۍ او سیمه‌يیزو میکانیزمونو سره ډېرې مهمې لاسته راوړنې لرلی شو.»

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د مسکو فارمت شپږم ناستې ته په خبرو کې ویلي، د سرپرست حکومت له بیا واکمېندو سره په افغانستان کې امنیت تامین شوی، چې له دې سره  توانېدلي د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او له نورو هېوادونو سره د مثبت تعامل د رامنځته کولو هڅې کوي.

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، د مسکو فارمټ او ورته نورې  ناستې دغه هېوادونه د خپلو سیاسي موخه لپاره ترسره کوي او سرپرست حکومت ته په کار ده، چې داسې کړنې ترسره کړي، څو نړیوالو ته د منلو وي او پر مټ یې وکولی شي سرپرست حکومت ته د تعامل زمینه برابره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« د دغو ناستو اهداف، د دغو هېوادونو سیاسي اهداف دي، نه د افغانستان لپاره. افغانستان کې اوس امنیت تامین دی، طالبان دې هغه کړنې ترسره کړي، چې نړیوالو ته او خپله افغان ولس ته د منلو وړ وي.»

د مسکو فارمټ وروستۍ ناسته تېر کال په نوابر میاشت کې جوړه شوې وه، چې له افغانستانه څوک نه وو وربلل شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist