Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
او.آی.سي او اندونیزیا په افغانستان کې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا په موخه هوکړه‌ ليک لاسليک کړ

او.آی.سي او اندونیزیا په افغانستان کې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا په موخه هوکړه‌ ليک لاسليک کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/01

ملګري ملتونه او یو شمېر نړيوال سازمانونه له تېرو درېیو کلونو راهیسې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر اوسني وضعیت اندېښنې څرګندوي او له سرپرست حکومت غواړي د ښځو پر کار، زده ‌کړو او اساسي آزادیو لګولي محدودیتونه لرې کړي.

واک ته د  سرپرست حکومت له رسېدو سره، په فغانستان کې د بشري ناورين ترڅنګ د لوږې او بېوزلۍ ګراف هم لوړ شوی او د ملګرو ملتوو د موندنو له مخې، تر ډېره هغه ښځې د ياد بحران قرباني دي چې د خپلو کورنيو مسووليت ورله غاړې دی.

تازه د اسلامي همکاریو سازمان او اندونیزیا په افغانستان کې د ښځو اقتصادي پياوړتيا په موخه د همکاريو هوکړه ‌ليک لاسليک کړ.

د دې هوکړه ‌ليک له مخې، به د اندونيزيا په مالي ملاتړ په کابل او ولایتونو کې د ښځو اقتصادي ودې او ملاتړ لپاره یو لړ پروژې پلي شي ترڅو ښځې له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا شي.

د اسلامي همکاریو سازمان د بشري مرستو مسوول خلیل ابراهیم وايي: « په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان او د اندونیزیا د بشردوستانه ماموریت ترمنځ په خصوصي او دولتي سکټورونو کې د افغان ښځو پیاوړتیا لپاره د نویو پروژو پیلولو هوکړه ‌لیک لاسلیک شو. د اسلامي همکاریو سازمان او د اندونیزیا سفارت د کابل او نورو ولایتونو په خصوصي او دولتي سکټورونو کې د ښځو اقتصادي فعالیتونو پیاوړتیا په موخه دغه هوکړه‌ لیک امضا کړ چې موخه یې د ښځو اقتصاد ته وده ورکول دي.»

ابراهیم وايي، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د افغان ښځو اقتصاد څه ناڅه وغوړېږي او ډاډ ورکوي چې ډېری دغه پروژې به په کلیو او بانډو کې پلي شي.

 که څه هم دوی د يادو پروژو د پيل کره وخت نه په ډاګه کوي، خو ابراهیم ډاډ ورکوي چې د دې پروژې له پلي کېدو وروسته به د دغه شان نورو پروژو پلي کول هم په پام کې دي.

هغه په دې اړه وايي: « دا پروژې په کابل کې د اندونیزیا سفارت له خوا تمویلېږي او په کلیو او ښاري سیمو کې د معیشت د پروژو له لارې د افغان ښځو د پیاوړتیا ملاتړ کوي. هو! د دې پروژې ټولیز هدف د ښځو اقتصادي وضعیت پیاوړي کول او د دوی کورنیو او د ټولنې په دوامداره پرمختګ کې د هغوی د ونډې اخیستلو وړتیا ډېرونه ده.»

بله خوا، نړيوال بانک ويلي، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته یې له افغانستان سره یو میلیارد او ۷۰۰ میلیونه ډالر مرسته کړې.

د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي، چې دا مهال د افغاني ټولنې ثبات او معیشت ملاتړ، روغتیايي بېړنی غبرګون، د خوړو بېړنی خوندیتوب، د مدني ټولنو او سازمانونو د ظرفیت لوړولو ملاتړ او د کوچنیو پورونو پیاوړتیا په افغانستان کې د نړيوال بانک له مهمو پروژو څخه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist