Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د ودانیزو شرکتونو ټولنه: کورنیو چارو وزارت د یو شمېر شرکتونو درې میلیارده افغانۍ ګرځولي

admin by admin
2021/07/27

د شرکتونو ټولنې  نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل، د کورنیو چارو وزارت د یو شمېر ودانیزو شرکتونو  درې میلیارده افغانۍ ګرځولي او په بېلابېلو پلمو یې ځنډوي.

یاده ټولنه وايي، په داسې حال کې چې د ولسمشر حکم هم له‌ځانه سره لري، له شپږو کلونو راهیسې یې پیسې ځنډول شوې دي.

د ودانیزو شرکتونو ټولنې مشر سید جواد حسین  وايي: «موږ د ولسمشر حکم په لاس کي لرو او له تېرو شپږ کلونو راهیسي د ساختماني شرکتونو پیسې نه دي ورکول شوي، چي دغه پیسې درې میلیارده افغانۍ کېږي.»

یادې ټولنې خبرداری ورکړ، که پيسې یې ورنه کړل شي، اعتراضونه به پراخ کړي، خو د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، په دې تړاو یوه کمېټه جوړه شوې او اسناد یې څېړلي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد روشن واي: « د کورنیو چارو وزارت له لوري یوه کمیټه جوړه شوې وه او د ودانیزو شرکتونو په تړاو یې هر اړخېزې څیړنې کړي او راپور د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته سپارل شوی دی.»

د ودانیزو شرکتونو ټولنه وايي، په سختو شرایطو کې یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کورنیو چارو وزارت ۳۱۰ پروژې پلي کړي، خو پيسې یې نه ورکول کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist