د خوست ګربزو ولسوالۍ اړوند ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه مېشتو شاوخوا نهو کلیو اوسېدونکي وایي، له لسيزو راهيسې په بېلابېلو برخو کې د عامه خدمتونو کموالي له امله ستونزو سره مخ دي.
دوی زياتوي، د يادو ستونزو له ډلې يوه هم د زده کړو په اړه ده او لسيزې کېږي چې سلګونه ځوانان يې د ښوونځيو نه شتون له مله له زده کړو محروم دي.
د ګربزو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی حفیظ الله وايي: « په سلو کې دوه یا درېیو تنو ښوونځی لوستی، ځکه دلته ښوونځي نه شته.»
د ګربزو یو بل اوسېدونکی صدیق الله بیا وايي: « زموږ په کلي کې ۱۶ یا ۱۷ سوه تنه ماشومان دي او ټول له ښوونځي او لوست څخه محروم دي. د خلکو اقتصاد کمزوری دی او نه شي کولی خپل ماشومان د ښوونځي لپاره خوست ښار یا ګربزو ولسوالۍ مرکز ته واستوي.»
په ورته مهال د همدې سیمې یو شمېر نور اوسېدونکي ادعا کوي چې د بېلابېلو حکومتونو پرمهال دې سيمې ته کافي عامه خدمتونه نه دي وړاندې شوي او دغو ستونزو يې پر ژوند غېز کړی.
د ګربزو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی مامیر وايي: « دلته نه ښوونځی او نه کوم روغتیايي مرکز شته. موږ هر څه ته اړتیا لرو. موږ هم د دې هېواد یو او خدمتونو ته اړتیا لرو.»
د سیمې بل اوسېدونکی ظابط بیا وايي: « زموږ خلک تر هرڅه ډېر خپلو ناروغانو ته وارخطا وي، ځکه سړک نه لرو.»
محمد اسحاق وايي: « زموږ ولس ډېر په تکلیف دی، له ټولو غوښتنه کوو چې د ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي.»
اخوا ځایي چارواکي وایي، د لرې پرتو سیمو خلکو د ستونزو موندلو او هوارولو لپاره ټاکل شوي پلاوي په دې ولایت کې کار پیل کړی او په یاده برخه کې د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې په لومړي سر کې ستونزې په ګوته او وروسته یې د حل لپاره عملي ګامونه پورته کېږي.
د خوست اطلاعاتو او کلتور رییس شبیر احمد عثماني وايي: « د امیر المؤمنین له هدایت او فرمان سره سم به لومړی د دې خلکو اړتیاوې په ګوته کېږي او بیا به رسېدنه کېږي.»
خوست کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سلګونه کلي آباد دي، خو لسیزې کېږي چې لومړني خدمتونه نه دي ور رسېدلي او له امله یې خلک له پراخو ستونزو سره مخ دي.