Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه مېشتې کورنۍ له عامه خدمتونو بې برخې دي

خوست کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه مېشتې کورنۍ له عامه خدمتونو بې برخې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/30

د خوست ګربزو ولسوالۍ اړوند ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه مېشتو شاوخوا نهو کلیو اوسېدونکي وایي، له لسيزو راهيسې په بېلابېلو برخو کې د عامه خدمتونو کموالي له امله ستونزو سره مخ دي.

دوی زياتوي، د يادو ستونزو له ډلې يوه هم د زده ‌کړو په اړه ده او لسيزې کېږي چې سلګونه ځوانان يې د ښوونځيو نه شتون له مله له زده ‌کړو محروم دي.

د ګربزو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی حفیظ الله وايي: « په سلو کې دوه یا درېیو تنو ښوونځی لوستی، ځکه دلته ښوونځي نه شته.»

د ګربزو یو بل اوسېدونکی صدیق الله  بیا وايي: « زموږ په کلي کې ۱۶ یا ۱۷ سوه تنه ماشومان دي او ټول له ښوونځي او لوست څخه محروم دي. د خلکو اقتصاد کمزوری دی او نه شي کولی خپل ماشومان د ښوونځي لپاره خوست ښار یا ګربزو ولسوالۍ مرکز ته واستوي.»

په ورته مهال د همدې سیمې یو شمېر نور اوسېدونکي ادعا کوي چې د بېلابېلو حکومتونو پرمهال دې سيمې ته کافي عامه خدمتونه نه دي وړاندې شوي او دغو ستونزو يې پر ژوند غېز کړی.

د ګربزو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی مامیر وايي: « دلته نه ښوونځی او نه کوم روغتیايي مرکز شته. موږ هر څه ته اړتیا لرو. موږ هم د دې هېواد یو او خدمتونو ته اړتیا لرو.»

د سیمې بل اوسېدونکی ظابط  بیا وايي: « زموږ خلک تر هرڅه ډېر خپلو ناروغانو ته وارخطا وي، ځکه سړک نه لرو.»

محمد اسحاق وايي: « زموږ ولس ډېر په تکلیف دی، له ټولو غوښتنه کوو چې د ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي.»

اخوا ځایي چارواکي وایي، د لرې پرتو سیمو خلکو د ستونزو موندلو او هوارولو لپاره ټاکل شوي پلاوي په دې ولایت کې کار پیل کړی او په یاده برخه کې د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې په لومړي سر کې ستونزې په ګوته او وروسته یې د حل لپاره عملي ګامونه پورته کېږي.

د خوست اطلاعاتو او کلتور رییس شبیر احمد عثماني وايي: « د امیر المؤمنین له هدایت او فرمان سره سم به لومړی د دې خلکو اړتیاوې په ګوته کېږي او بیا به رسېدنه کېږي.»

خوست کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سلګونه کلي آباد دي، خو لسیزې کېږي چې لومړني خدمتونه نه  دي ور رسېدلي او له امله یې خلک له پراخو ستونزو سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist