Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې ۱۰۰ بڼوالو ته د حاصلاتو راټولولو ځانګړي توکي ووېشل شول

کندهار کې ۱۰۰ بڼوالو ته د حاصلاتو راټولولو ځانګړي توکي ووېشل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/30

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د سولې بنسټ په نوم یوې مرستندویه موسسې له خوا ۱۰۰ تنو باغ لرونکو ته د حاصلاتو راټولولو لپاره ځانګړي توکي ووېشل.

د یاد موسسې مسوولین وايي، ټاکل شوې د کندهار په اتو ولسوالیو کې ۲ زره باغ لرونکو ته د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت له مېوه لرونکو بوټو او ونو د حاصلاتو راټولولو دغه ځانګړي توکي ووېشل شي.

د دوی په خبره، له دې سره به کروندګر وکولی شي خپل حاصلات په خوندي او اسانه بڼه راټول کړي.

د سولې بنسټ موسسې مشر صبغت‌الله زبېر وايي:« زموږ بزګران تر اوسه په خپلو سیمه ییزو او دودیزو لارو د مېوو حاصلات ټولوي او مېوه ترې زیانمنېږي. د دې پروګرام موخه دا ده چې موږ له دوی سره عملي کار وکړو او د دغو عصري وسایلو په وېشلو سره د مېوه جاتو د ضایع کېدو مخه ونیسو.»

په کندهار کې د ټول هېواد پر کچه د ډول ډول مېوو لوی باغونه شته دي؛ باغ لرونکي د دغو توکو په ورکړه خوښ دي.

د دوی په خبره، د مېوو د حاصلاتو او په ځانګړي ډول انارو ټولولو په وخت کې به له ستونزو سره مخ وو او مېوې به یې زیانمې کېدې، خو له دې وروسته به خپلې مېوې په اسانه او خوندي ډول له بوټو او ونو راټولوي.

بڼوال شفیق الله وايي: « دا وسایل به له موږ سره ډېره مرسته وکړي، ځکه چې موږ به کله انار له ونو را ټولول، ډېر به رانه مات شول. اوس به د دغو وسایلو په کارولو سره د انارو د ژوبلېدو مخه ونیول شي.»

بڼوال احمد ولي با وايي:« دغه وسایل موږ ته ډېر ګټور دي او د مېوې له خرابېدو مخنیوی کوي.»

بڼوال رحمت الله په دې  اړه وايي: « زموږ د انارو ونې ډېرې جګې دي او لاس نه ورسېږي. په دې سره به له ونو د انارو راټولول اسانه شي.»

دغه توکي داسې مهال وېشل کېږي، چې په کندهار کې لاهم باغ لرونکي او کروندګر له دودیزو لارو چارو ګټه اخلي چې امله یې ډېر کله حاصلات د راټولولو پرمهال د زیانمن کېدو له ګواښ سره مخ وي.

دوی وايي، که د دې ډول عصري وسایلو مرستې ورسره وشي، د حاصلاتو د زیان کچه به  یې هم ټیټه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist