د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقې له یوې روسي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت صفر ته ښکته شوی او اوسمهال په هېڅ یوه ولایت کې کوکنار نه کرل کېږي.
نوموړي زیاته کړې، دا مهال په افغانستان که نه بلکې یو شمېر نورو هېوادونو کې پر زرګونه هکټاره ځمکه کوکنار کرل کېږي او افغانستان ته هم له نورو هېوادونو قاچاق کېږي.
متقي له نړیوالو غوښتنه کړې چې په ټولو هېوادونو کې دې د کوکنارو د کښت مخه ونیسي.
هغه زیاته کړې: « د نشه يي توکو کشت او قاچاق دواړه منع شوي. زموږ اوسنۍ ستونزه هغه بېلابېل مصنوعي مخدره مواد دي چې له بهر څخه افغانستان ته راځي. موږ هڅه کوو افغانستان ته د دغو موادو د قاچاق مخه ونیسو.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پر نشه يي توکو روږدو کسانو درملنې ته هم اشاره کړې او وايي، واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهيسې شاوخوا ۱۱۴ زره روږدو کسانو درملنه شوې او د زرګونو نورو د درملنې لړۍ روانه ده.
د مقتي په خبره، هغو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې چې پر نشه يي توکو له اعتیاد څخه ژغورل شوي دي.
متقي په دې اړه وايي: « د روږدو کسانو درملنې په برخه کې اسلامي امارت بریالی شوی چې په تېرو درېیو کالو کې ۱۱۴ زره تنه معتادینو درملنه وکړي او د نورو د درملنې پروسه لا روانه ده.»
پر نشه يي توکو له بحث ورها، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادعا کړې چې امريکايي ځواکونو د خپل حضور پرمهال په افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي او خلکو ته يي ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د متقي په خبره، سرپرست حکومت څو ځله له ملګرو ملتونوغوښتي چې ناټو او مريکا د خپلو کړو جرمونو جبران او له افغانانو سره مرستې ته اړ کړي.
متقي زیاته کړې: « د هغو زیانونو جبران خورا ستونزمن دی چې افغانستان ته رسېدلي دي. زموږ ګڼ شمېر خلک وژل شوي، ژوبل شوي، معلول شوي، مهاجر او بېځایه شوي او دغه راز کورونه، کروندې او باغونه یې ویجاړ شوي دي.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې اقتصادي پرمختګونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره شاوخوا ۱ زر او ۵۰۰ بېلابېلو کارخونو پر فعالیت پیل کړی او ګڼ شمېر خلکو ته په کې د کار کولو فرصتونه برابر شوي دي.