Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: کورنیو مسایلو کې چاته د لاسوهنې اجازه نه ورکوو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست: افغانستان کې د نشه يي توکو کښت صفر شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/30

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقې له یوې روسي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د نشه ‌يي توکو کښت صفر ته ښکته شوی او اوسمهال په هېڅ یوه ولایت کې کوکنار نه کرل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، دا مهال په افغانستان که نه بلکې یو شمېر نورو هېوادونو کې پر زرګونه هکټاره ځمکه کوکنار کرل کېږي او افغانستان ته هم له نورو هېوادونو قاچاق کېږي.

متقي له نړیوالو غوښتنه کړې چې په ټولو هېوادونو کې دې د کوکنارو د کښت مخه ونیسي.

هغه زیاته کړې: « د نشه يي توکو کشت او قاچاق دواړه منع شوي. زموږ اوسنۍ ستونزه هغه بېلابېل مصنوعي مخدره مواد دي چې له بهر څخه افغانستان ته راځي. موږ هڅه کوو افغانستان ته د دغو موادو د قاچاق مخه ونیسو.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پر نشه يي توکو روږدو کسانو درملنې ته هم اشاره کړې او وايي، واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهيسې شاوخوا ۱۱۴ زره روږدو کسانو درملنه شوې او د زرګونو نورو د درملنې لړۍ روانه ده.

د مقتي په خبره، هغو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې چې پر نشه يي توکو له اعتیاد څخه ژغورل شوي دي.

متقي په دې اړه وايي: « د روږدو کسانو درملنې په برخه کې اسلامي امارت بریالی شوی چې په تېرو درېیو کالو کې ۱۱۴ زره تنه معتادینو درملنه وکړي او د نورو د درملنې پروسه لا روانه ده.» 

پر نشه ‌يي توکو له بحث ورها، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادعا کړې چې امريکايي ځواکونو د خپل حضور پرمهال په افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي او خلکو ته يي ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د متقي په خبره، سرپرست حکومت څو ځله له ملګرو ملتونوغوښتي چې ناټو او مريکا د خپلو کړو جرمونو جبران  او له افغانانو سره مرستې ته اړ کړي.

متقي زیاته کړې: « د هغو زیانونو جبران خورا ستونزمن دی چې افغانستان ته رسېدلي دي. زموږ ګڼ شمېر خلک وژل شوي، ژوبل شوي، معلول شوي، مهاجر او بېځایه شوي او دغه راز کورونه، کروندې او باغونه یې ویجاړ شوي دي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې اقتصادي پرمختګونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره شاوخوا ۱ زر او ۵۰۰  بېلابېلو کارخونو پر فعالیت پیل کړی او ګڼ شمېر خلکو ته په کې د کار کولو فرصتونه برابر شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist