Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کورنیو چارو وزارت: د ولسوالیو بېرته نېولو لپاره عملیات پيل شوي

admin by admin
2021/07/25

د  افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د لاسه وتلو سیمو او ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره جوړ شوی پلان د عملي کېدو په حال کې دی.

د یاد وزارت مرستیال ویاند احمد ضیاء ضیاء وايي، د سرپرست وزیر په مشرۍ هرات ته تللی پلاوی هم په همدې موخه هلته مېشت دی،ترڅو هغه ولسوالۍ چې طالبان پرې حاکمیت لري بېرته یې ونیسي او د عملیاتو په لړ کې تازه د هرات کرخ ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو لاسته ورغلې ده.

ضیاء زیاته کړه:«د کورنیو چارو سرپرست وزیر اوس مهال په هرات ولایت کې دی. د عملیاتي برنامو پلې کولو لپاره یې خپل کار پیل کړی دی. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتي برنامو  له مخې، د کرخ ولسوالۍ  بېرته نېولو  لپاره عملیات پيل کړي،چې په پایله کې  یاده  ولسوالۍ د طالبانو له شتونه پاکه شوې. زموږ دا عملیات به د هرات نورو سېمو ته  هم پراخه شي.»

افغان‌ حکومت په داسې مهال د ولسوالیو بیرته نېولو اقدام کوي،چې په تېرو دوه میاشتو کې نږدې دوه سوه ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې دي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي د جګړې د دوام پرځای د سولې خبرو په بیا پيل ټېنګار کوي.

د ولسي جرګې غړی ګل الرحمان همدرد وايي:« دوی باید تاریخ ته کتنه وکړي. یوه وخت کې له طالبانو سره د افغانستان ۹۰ سلنه خاوره وه، خو بیا هم دوی ګټونکي نه ول. اوس باید دوی هغه ترخه تجربه تکرار نه کړي. دوی باید سولې ته غاړه کېږدي، افغان حکومت او طالبان دواړه، خو یو شی ډېر مهمه ده، چې زه دومره غواړم، ته دومره غواړې،  نور دا د دې وخت نه دی.»

ځیني نور بیا د سولې له روان بهیر ناهېلي دي او نېوکه یې پر ځینو سیاسیونو ده، چې هڅې یې رېښتوني نه دي.

د ولسي جرګې غړی محمد رفیع مموزی وايي:« زموږ ډېری سیاسیون دواړو اړخونو ته  د دوی خپلې شخصي منافع دي، زیان یې ډېر زیات ولس ته اوړي.د افغانستان مظلومو خلکو ته اوړي. زغمل یې ډېر سخت دي.»

مسوولین وايي،د هرات له کرخ ولسوالۍ له نېول کیدو وروسته یې د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې هم د وسله‌ والو پرضد عملیات پیل کړي،زیاتې سیمې نیولي دي خو وسله‌ والو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist