Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر غني: موږ د عادلانه او پایداره سولې اراده لرو، خو چاته هېڅکله نه تسلیمېږو

admin by admin
2021/07/21

ولسمشر غني نن سهار د کومانډو ځانګړو عملياتو قول اردو ته ورغی او هلته یې د هغوی د غوښتنو او وړانديزونو د اورېدو ترڅنګ، دوی ته یې د لوی اختر مبارکي وويله.

په یاده قول اردو کې ولسمشر غني د خپلو خبرو پرمهال د ځانګړو قطعاتو ته ډاډ ورکړ چې هر ډول ملاتړ به ورته چمتو کوي او هم به یې اړتياوې پوره کوي.

ارګ د ولسمشر له قوله ویلی: «زموږ د ارادې منشأ د افغانستان، ازادۍ، برابري او د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو ساتنه ده، خو د دښمن نيت تور دی او تاسو ورته ثابته کړې چې خپل هغه ارمان به ګور ته يوسي.»

ولسمشر محمد اشرف غني دغه راز وویل چې طالبان له القاعده، جيش محمد او لشکر طيبه سره ژورې اړيکې لري او غواړي افغانستان د «تروريستانو» په پټنځي بدل کړي، خو د افغانستان دولت او ملت ورته دغه اجازه نه ورکوي.

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې وويل: «موږ د عادلانه او پایداره سولې اراده لرو، خو دښمن دې پوه شي چې هېڅکله نه تسلیمېږو. تاسو دا وړتيا لرئ چې نړۍ او هر قوت ته خپل ظرفيت ثابت کړئ.»

خو طالبانو بیا د ولسمشر غني دغو څرګندونو ته په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist