Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

دوحه کې د سولې خبرو پای؛ دوه ورځني مذاکرات د افغانانو تمې خلاف پای ته ورسېدل

admin by admin
2021/07/19

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان جهتونو ترمنځ د سولې دوه ورځنۍ خبرې  پرته له کومې ملموسې هوکړې او د اوربند په اړه له پرېکړې پرته پای ته ورسېدې.

دواړه لوري وایي، په مهمو مسایلو یې ازاده فضاء کې بحثونه کړي او په نږدې ورځو کې به دا ډول ناستې دوام وکړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي: « یو او بل سره مو واضح خبرې او بحثونه درلودل. بل دا چې مقابل لوري سره مو شناخت زیات شو، څو مسلې چې په اعلامیه کې راغلي دي، هغه د لوړې کچې خبرو دوام دی، پرته له  کومې وقفې. زموږ هېله داده چې په څو اونیو کې به بیا خبرې ژر پیل شي.»

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وايي:« موږ دوه ورځو کې په ښه فضاء کې مذاکرات او بحثونه وکړل، د افغانستان د معضلې د حل لپاره مو په مهمو مسایلو باندې بحثونه وکړل چې په نږدې راتلونکي کې به دا ډول ناستې دوام وکړي، انشاءالله .»

اوربند او د راتلونکي حکومت څرنګوالی دوه هغه ټکي دي چې افغانستان کې پرې جګړه پای ته رسېږي، خو دلته په دې ټکو باندې نه کومه هوکړه وشوه او نه هم ترې یادونه شوې ده.

بل خوا هغوی چې د سولې بهیر له نږدې څاري وایي، دا مذاکرات د خلکو تمې خلاف پای ته ورسېدل او په وینا یې پایله یې سر له اوسه سمه نه ښکاري.

د خلاصون لارې شورا مشر  سید اکبر اغا وايي: « ښه خبره دا وه چې دوی په ځینو مواردو کې هوکړه کړې وه که څه هم لږ به وای د ملت او خلکو هیلې به پیداشوې وې، خو دوی په درې څلور مسایلو باندې هېڅ توافق ونه کړ،چې دا خلک پر راتلونکو ناستو بې باوره کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« جنګ په قدرت باندې ده او ایډیالوژي د جنګ لپاره استفاده کېږي، موږ باید دا قبول کړو، کوم کسان چې جنګ کې دي او یا یې عامل دي په دوو مختلفو قطبونو کې ولاړ دي، د خبرو له لارې د افغانسان مسله ژر نه حل کېږي، اوس باید ولیدل شي چې د جګړې په ډګر څه بدلون راځي.»

تمه کېږي چې له اختر وروسته هم د سولې خبرې دوام پیداکړي.

خو افغانستان کې د جګړې دوام ملت ته دواړه لوري ملامت دي، چې هره ورځ قرباني ورکوي.

اوس به ولیدل شي چې راتلونکي کې د مذاکراتو پایله څه اوسي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist