Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران کې د بې اسناده افغان کډوالو ماشومان ښوونځیو کې له زده کړو منع شوي

ایران کې د بې اسناده افغان کډوالو ماشومان ښوونځیو کې له زده کړو منع شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/17

یو شمېر ایراني دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد د کرمان والي ښوونیزو بنسټونو ته امر کړی چې د هغو افغان کورنیو ماشومان په ښوونځيو کې شامل نه کړي چې قانوني اسناد نه لري او یا هم په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته ورغلي.

محمد مهدي فداکار د کرمان ولایت د ښوونیزو بنسټونو مدیرانو ته خبرداری ورکړی چې له دې امر د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلن سره مخامخ شي.

هغه زیاته کړې: « د بهرنیو زده کوونکو د شمولیت پروسه په جدي توګه څارل کېږي. نورباید په ښوونځیو کې حتی د یوه بې اسناده او ناقانونه افغان شاملېدو شاهدان ونه اوسو. هېڅوک حق نه لري بې اسناده زده کوونکي په ښوونځیو کې شامل کړي او که د کوم ښوونیز بنسټ مسوولینو دغه کار وکړ، له قانوني چلن سره به مخ شي.»

سرپرست حکومت د ایران په کرمان ښار کې  له ښوونځیو د یو شمېر افغان کډوالو د منع کېدو پرېکړې په تړاو تراوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې په کراتو له ایران او نورو ګاونډيو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو سره د زور زیاتي چلن پای ته ورسوي او د نړیوالو اصولو له مخې یې د کډوالۍ له حقونو بې برخې نه کړي.

 په ورته مهال، له ایرانه را شړل شوي افغانان وايي، په دې هېواد کې د پولیسو له لوري له اسناد لرونکو او بې اسنادو افغانانو سره یو ډول ناوړه چلن کېږي.

 د دوی په خبره، په ایران کې افغان کډوال له سختو شکنجو او زندانونو سره مخ دي، خو د مخنیوي لپاره یې د پام وړ ګامونه نه دي پورته شوي.

له ایرانه را ایستل شوی افغان کډوال اسامه سادات وايي: « وهل، ټکول، زندانونو ته اچول او را شړل هغه څه دي چې ما په ایران کې تجربه کړل. ما سره د افغانستان پاسپورټ او د ایران ویزه وه، خو د دې هېواد پولیسو ته هېڅ ارزښت نه لري. دوی له قانوني او غیر قانوني افغانانو سره یو ډول چلن کوي.»

له دې سره، یو شمېر کارپوهان پر ایران نیوکه کوي چې له لسیزو راهیسې یې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو خلاف ناوړه چلن کړی او د بشري حقونو په برخه کې یې ټول اسلامي او نړیوال قوانین نقض کړي دي.  دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د افغانانو لپاره دې په کور دننه د تعلیم او کار فرصتونه برابر کړي.

د سیاسي چارو شنوونکی عزیز معارج په دې اړه وايي: « دا ښکاره خبره ده چې ایران د افغان کډوالو په اړه د کډوالۍ نړیوال کنوانسیونونه نه عملي کوي او نه هم د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې او دغه راز د افغانستان او ایران ترمنځ شویو تړونونو ته ژمن دی. د اسلامي امارت سرپرست حکومت ته په کار ده چې په دې اړه جدي ګامونه پورته کړي.»

په وروستیو څو میاشتو کې ایران زرګونه افغان کډوال پهر زوره له دغه هېواده ایستلي او نوي منتخب حکومت یې پریکړه کړې چې تر راتلونکو شپږ میاشتو به له خپل هېواده شاوخوا دوه میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist