Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: افغانستان د سیمې هېوادونو پر اقتصادي مرکز بدلېدونکی دی

متقي: افغانستان د سیمې هېوادونو پر اقتصادي مرکز بدلېدونکی دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/17

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو سازمانونو استازو سره ګده ناسته کې ویلي، په افغان خاوره کې د ټاپي ګازو نل لیکې د عملي کار پیل په حقیقت کې په سیمه کې له جګړې او سیالۍ څخه د پرمختګ او همکارۍ پر لور د بحث بدلون دی.

متقي د دې سترې پروژې د غځولو په برخه کې د اسلامي امارت سیاسي اراده کلکه بللې او هیله یې څرګنده کړې چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د پاکستان او هندوستان ولسونه هم له دغه اسانتیا برخمن شي.

هغه زیاته کړې: « ټاپي یوازې افغانستان پورې اړه نه لري بلکې افغانستان د نل لیکې په شریکانو کې تر ټولو کمه اندازه ګاز ترلاسه کوي. د دې نل لیکې دوه نور مهم شریکان هند او پاکستان دي. موږ هیله لرو چې د ټولو شریکانو په همکارۍ یوه ورځ د دې لیدونکي اوسو چې ټاپي تر خپل منزل ورسېږي.»

امیرخان متقي له ګډونوالو غوښتنه کړې چې د خپلو هېوادونو او ولسونو د هوساینې او پرمختګ لپاره باید د منفي سیالیو پر ځای مشترکو ګټو ته مخه کړي.

متقي ویلي: « د دغو پروژو پرانیسته او بشپړتیا به په سیمه کې ستر اقتصادي بدلون راولي. دا د ګټې – ګټې حالت یو ښه مثال دی چې موږ به یې په ښه نیت لید لوري پیلوو.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست بهرني هېوادونه او شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته رابللي او زیاته کړې یې ده چې اوس د نړۍ ګڼ هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې د جیوپولیټیک لیدلوري پر ځای کولی شي سیمه ‌ییزو مسایلو ته له اقتصاد محوره زاویې وګوري او په پای کې ټول ګټونکي شي.

د ده په خبره، افغانستان کې د سیمې هېوادونو لپاره د پانګونې ښه فرصت رامنځ شوی او سرپرست حکومت په دې برخه کې هر راز همکاریو ته چمتو دی.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې: « دا د دې څرګندونه کوي چې افغانستان به په راتلونکې کې د اتصال او اقتصاد مرکز وي، جګړې او نا امنۍ به په کې نه وي.»

د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په خبره،  د سترو اقتصادي پروژو له پیل کېدو سره به سیمه کې ستر مثبت اقتصادي بدلون راشي او د ټولو ښکېلو هېوادونو اقتصاد به ورسره وغوړېږي.

په دې ناسته کې د ترکمنستان سفیر هم خبرې کړې او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یې د سترو پروژو پرانیسته د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي فصل پیل یاد کړی او په خبره یې، ترکمنستان غواړي له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist