Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

وفايي زاده: د طالبانو تر ولکې لاندې سېمو کې لرغونې اثار قاچاق کېږي

admin by admin
2021/07/19

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد قاسم وفايي زاده د یوه خبري کنفرانس پر مهال اندېښنه وښودله، چې وسله ‌والو طالبانو ترخپل حاکمیت لاندې سیمو کې د لرغونې اثارو قاچاق ته زمینه برابره کړې او د ساتنې مخنیوی یې کوي.

وفايي زاده وايي:« موږ ان له آی خانم څخه مالومات ترلاسه کړي، وروسته له هغې چې  دغه ساحې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې راغلې، نامسوولو وسلوالو کسانو او ان مافیایي کړیو  په غیر قانونه توګه کیدنه پیل کړې او قاچاق هم کېږي.»

کلتور وزارت زیاتوي، چې د جګړو له شدت سره طالبانو په کندهار، تخار، بلخ، هرات، غزني او ځینو نورو ولایتونو کې د لرغونو اثارو د رغولو مخنیوی هم کړی دی.

سرپرست وزیر د یادو ولایتونو پر اوسېدونکو غږ وکړ،چې د اثارو ساتنه وکړي او پر وسله‌ والو طالبانو یې غږ دا و، چې قاچاقبرو ته دې د قاچاق زمینه نه برابروي.

وفايي زاده زیاته کړه:« لرغونې ساحې چې نږدې سل ساحې په افغانستان کې تثبیت شوي او نن موږ ۱۹۹۶ تارېخي آبدې لرو. له دغو ملي او فرهنګي ابدو ساتنه زموږ ټولو افغانانو ملي وجیبه ده او له وسله والو مخالفینو هم غواړم،چې تاریخي ابدو ته زیان ونه رسوي.»

د وسله‌ والو ډلو سربېره پر زورواکانو او خپلسرو وړو ډلو هم نیوکې دي،چې ځینو سیمو کې ګران بیه ډبرې او کانونه کیندي او ګاونډیو هېوادونو ته یې قاچاق کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist