د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي آصف دراني په خپله کاري موده کې څو ځلې کابل ته سفرونه وکړل او د سرپرست حکومت له چارواکو سره يې د کابل – اسلام آباد اړوند مسايلو بحثونه وکړل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وویل چې د دراني دنده یې پای ته رسولې او له خپل سمت ګوښه شوی دی.
د خبرپاڼې یوه برخه: « د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني دنده د روان کال د سپټمبر پر ۱۰مه پای ته رسېدلې ده.»
د دراني د ماموریت پر مهال له افغانستان سره د پاکستان اړیکې په دغه هېواد کې د ناامنیو پراخېدو او د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه شخړو زور اخیستنې له کبله خرابې ښکاري.
د سیاسي چارو کار پوهان وايي، درانی له افغانستان سره د پاکستان د اړیکو په رغولو کې پاتې راغلی او زیاتوي چې نوموړي د افغانستان په تړاو ناسم سیاست درلود.
د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي: « آصف دراني د خپل ماموریت پرمهال خصمانه سیاست درلود او د افغانستان او پاکستان اړیکې یې د جوړولو په ځای خرابې کړې؛ ځکه خو له دندې ګوښه شو.»
ځېنې نور بیا وايي، له آصف دراني تمه کېده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په رغولو کې رغنده رول ولوبوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ تعامل ته لار هواره کړي، خو په خبره يې نوموړی په خپل ماموریت کې بریالی نه شو.
د سیاسي چارو کارپوه صدیق الله حمید زوی وايي: « که څه هم په پیل کې له آصف دراني څخه زیاته تمه کېده، خو نوموړی د خپل ماموریت په سرته رسولو کې ناکام شو. تمه کېده چې درانی به د تعامل لمنه پراخه او اړیکې ښې کړي او دغه راز د کابل – اسلام آباد اړیکو ته داسې یو چوکاټ جوړ کړي چې دواړه هېوادونه په کې مزل وکړي، خو داسې څه یې ونه شو کولی.»
د سیاسي چارو کارپوه زلمی افغانيار بیا وايي: « د هر هېواد سیاسي څېرې خپلو ملي ګټو ته په کتو خبرې او عمل کوي. دا چې آصف درانی د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی و، نو ښکاره خبره ده چې د پاکستان ګټو ته ژمن و او داسې څه یې نه کول چې ګټه یې دواړه هېوادونو ته ورسېږي.»
آصف درانی د تېر کال په مې میاشت کې له هغې وروسته د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکل شو چې پخواني استازي محمد صادق خان له درې کلن ماموریت وروسته د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې له دندې استفعا ورکړه.