Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: آصف درانی د کابل- اسلام‌ آباد د اړيکو رغولو کې پاتې راغی

کارپوهان: آصف درانی د کابل- اسلام‌ آباد د اړيکو رغولو کې پاتې راغی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/15

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي آصف دراني په خپله کاري موده کې څو ځلې کابل ته سفرونه وکړل او د سرپرست حکومت له چارواکو سره يې د کابل – اسلام‌ آباد اړوند مسايلو بحثونه وکړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وویل چې  د دراني دنده یې پای ته رسولې او له خپل سمت ګوښه شوی دی.

د خبرپاڼې یوه برخه: « د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني دنده د روان کال د سپټمبر پر ۱۰مه پای ته رسېدلې ده.»

د دراني د ماموریت پر مهال له افغانستان سره د پاکستان اړیکې په دغه هېواد  کې د ناامنیو پراخېدو او د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه شخړو زور اخیستنې له کبله خرابې ښکاري.

د سیاسي چارو کار پوهان وايي، درانی له افغانستان سره د پاکستان د اړیکو په رغولو کې پاتې راغلی او زیاتوي چې نوموړي د افغانستان په تړاو ناسم سیاست درلود.

د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي: « آصف دراني د خپل ماموریت پرمهال خصمانه سیاست درلود او د افغانستان او پاکستان اړیکې یې د جوړولو په ځای خرابې کړې؛ ځکه خو له دندې ګوښه شو.»

ځېنې نور بیا وايي، له آصف دراني تمه کېده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په رغولو کې رغنده رول ولوبوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ تعامل ته لار هواره کړي، خو په خبره يې نوموړی په خپل ماموریت کې بریالی نه شو.

د سیاسي چارو کارپوه صدیق الله حمید زوی وايي: « که څه هم په پیل کې له آصف دراني څخه زیاته تمه کېده، خو نوموړی د خپل ماموریت په سرته رسولو کې ناکام شو. تمه کېده چې درانی به د تعامل لمنه پراخه او اړیکې ښې کړي او دغه راز د کابل – اسلام آباد اړیکو ته داسې یو چوکاټ جوړ کړي چې دواړه هېوادونه په کې مزل وکړي، خو داسې څه یې ونه شو کولی.»

د سیاسي چارو کارپوه زلمی افغانيار بیا وايي: « د هر هېواد سیاسي څېرې خپلو ملي ګټو ته په کتو خبرې او عمل کوي. دا چې آصف درانی د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی و، نو ښکاره خبره ده چې د پاکستان ګټو ته ژمن و او داسې څه یې نه کول چې ګټه یې دواړه هېوادونو ته ورسېږي.»

آصف درانی د تېر کال په مې میاشت کې له هغې وروسته د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکل شو چې پخواني استازي محمد صادق خان له درې کلن ماموریت وروسته د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې له دندې استفعا ورکړه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist