د کورنیو چارو او امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارتونو سرپرستانو کونړ ته د خپل رسمي سفر پرمهال د اسلامي امارت له غړیو او خلکو وغوښتل چې پر اوسني نظام د خلکو له لوري شوی باور باید زیانمن نه شي.
دوی د ځايي مسوولینو د ظرفیت لوړونې په یوې غونډه کې اوسني موقفونه لنډمهاله وبلل او ټینګار یې وکړ چې ولس له ځان سره نږدې وساتي او باور یې خپل کړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني، که څه هم د کومې ډلې نوم وانه خیست، خو ټینګار يې وکړ چې د اسلامي امارت د صفونو ماتولو لپاره په بېلا بېلو ډولونو هڅـې روانې دي او د ناکامېدو لپاره یې باید اقدامات ترسره شي.
حقاني زیاتوي: « تاسو اسلامي امارت ته ورپېښو ګواښونو ته ځیر شئ؛ ډېر خلک پر اسلامي امارت نیوکې کوي او شکونه پیدا کوي ترڅو په نظام کې درځ او ختلاف پيدا کړي. زموږ د صف ماتلو لپاره ډېرې هڅې شوې خو اوس یوازینۍ ورپاتې میدان دا دی چې د خلکو منځ کې له فکري او مذهبي پلوه چاک واچوي.»
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ځايي مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې له اوسنیو امکاناتو او بیت المال څخه سمه او په احتیاط ګټه واخلي.
هغه زیاتوي: « تاسو د اسلامي امارت سرمایه یاست، له بیت المال او ځان سره ډېر احتیاط وکړئ. زه هره ورځ د کورنیو چارو وزارت راپور ګورم؛ د جنايي پېښو ترڅنګ ټرافیکي پېښې دومره زیاتې شوې چې روغتونونه پرې ډک دي.»
په ورته مهال، د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست شیخ محمدخالد حنفي یاده غونډه کې ګډونوالو ته وویل چې د اسلامي نظام تنفیذ د ټولو مسوولیت دی.
حنفي زیاته کړه: « زموږ او تاسو هر یو مسوول یا حافظ دی یا عالم او مسوولیت هم لري. باید د ولس او هېواد خدمت هم په پوره صداقت وشي؛ ځکه چېرته چې اخلاص وي هلته د الله مرسته هم وي.»
د اسلامي امارت واک ته تر رسیدو وروسته دا د کورنیو چارو سرپرست لومړی سفر دی چې کونړ ولایت ته يې کوي.
خلیفه سراج الدین حقاني تینګارکړی چې مسوولین باید د هېواد آبادولو او نظام پیاوړي کولو لپاره په یووالي او اخلاص سره کار وکړي.