Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کورنیو چارو وزارت سرپرست: یووالی د نظام بقا لپاره مهم شرط دی

د کورنیو چارو وزارت سرپرست: یووالی د نظام بقا لپاره مهم شرط دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/14

د کورنیو چارو او امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارتونو سرپرستانو کونړ ته د خپل رسمي سفر پرمهال  د اسلامي امارت له غړیو او خلکو وغوښتل چې پر اوسني نظام  د خلکو له لوري شوی باور باید زیانمن نه شي.

دوی د ځايي مسوولینو د ظرفیت لوړونې په یوې غونډه کې اوسني موقفونه لنډمهاله وبلل او ټینګار یې وکړ چې ولس له ځان سره نږدې وساتي او باور یې خپل کړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج‌ الدین حقاني، که څه هم د کومې ډلې نوم وانه خیست، خو ټینګار يې وکړ چې د اسلامي امارت د صفونو ماتولو لپاره په بېلا بېلو ډولونو هڅـې روانې دي او د ناکامېدو لپاره یې باید اقدامات ترسره شي.

حقاني زیاتوي: « تاسو اسلامي امارت ته ورپېښو ګواښونو ته ځیر شئ؛ ډېر خلک پر اسلامي امارت نیوکې کوي او شکونه پیدا کوي ترڅو په نظام کې درځ او ختلاف پيدا کړي. زموږ د صف ماتلو لپاره ډېرې هڅې شوې خو اوس یوازینۍ ورپاتې میدان دا دی چې د خلکو منځ کې له فکري او مذهبي پلوه چاک واچوي.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ځايي مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې له اوسنیو امکاناتو او بیت المال څخه سمه او په احتیاط ګټه واخلي.

هغه زیاتوي: « تاسو د اسلامي امارت سرمایه یاست، له بیت المال او ځان سره ډېر احتیاط وکړئ. زه هره ورځ د کورنیو چارو وزارت راپور ګورم؛ د جنايي پېښو ترڅنګ ټرافیکي پېښې دومره زیاتې شوې چې روغتونونه پرې ډک دي.»
په ورته مهال،  د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست شیخ محمدخالد حنفي یاده غونډه کې ګډونوالو  ته وویل چې د اسلامي نظام تنفیذ د ټولو مسوولیت دی.
حنفي زیاته کړه: « زموږ او تاسو هر یو مسوول یا حافظ دی یا عالم او مسوولیت هم لري. باید د ولس او هېواد خدمت هم په پوره صداقت وشي؛ ځکه چېرته چې اخلاص وي هلته د الله مرسته هم وي.»

د اسلامي امارت واک ته تر رسیدو وروسته دا د کورنیو چارو سرپرست لومړی سفر دی چې کونړ ولایت ته يې کوي.

 خلیفه سراج ‌الدین حقاني تینګارکړی چې مسوولین باید د هېواد آبادولو او نظام پیاوړي کولو لپاره په یووالي او اخلاص سره کار وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist