Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مسکو کې د افغان‌سولې په تړاو غونډه جوړېږي

روسیې د افغان‌سولې په باب بلې غونډې ته هم چمتووالی وښود

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/12

روسیه په تمه ده که افغان حکومت ورسره ومني، د سولې په تړاو بله غونډه جوړوي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمير کابلوف وايي طالبان تیار دي، چې د افغان سولې په تړاو د مسکو په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي.

د افغان سولې په تړاو غونډه، چې د طالبانو په ګډون د سيمې د یوشمېر هېوادونو استازو هم پکې ګډون کړی و د روسيې په کوربه توب د نومبر په ۹ نېټه مسکو کې تر سره شوه.

د افغان سولې په تړاو دویمه غونډه که جوړیږي، روسیه وایي، طالبان چمتو دي چې ګډون پکې وکړي.

مسکو له افغان حکومت غواړي ، په راتلونکې ناسته کې د سولې عالي شورا تر څنګ حکومتي پلاوی هم دغه هېواد ته ور ولېږي.

ضمير کابلوف له افغان حکومت غواړي د سولې عالي شورا تر څنګ یو حکومتي پلاوی هم د راتلونکي احتمالي غونډې لپاره واستوي او دا چاره به د دواړو لورو ترمنځ مخامخ خبرو ته ښه زمینه برابره کړي.

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف داسې ویلي ((مسکو له افغان حکومت تمه لري ، چې د سولې عالي شورا تر څنګ یو حکومتي پلاوی راتلونکې ناستې ته واستوي.))

ضمير کابلوف وايي طالبان د مسکو راتلونکې ناستې ته سترګې په لار دي چې ونډه پکې واخلي.

کابلوف وايي افغان حکومت د طالبانو له استازو د مخامخ خبرو غوښتنه کوله؛ خو طالبان بیا افغان حکومت بې واکه بولي او خبرې يې ورسره رد کړې دي.

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف داسې ویلي (( افغان حکومت د مسکو د ناستې په څنډه کې له طالب استازو د مستقيمو خبرو غوښته کوله ؛ خو دا غوښتنه يې کاملا رد شوه.))

دا چې د کابلوف دې غوښتنې ته به د افغان حکومت ځواب څه وي هغه څه دي ، چې وخت به يې ځواب کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist