د کورنیو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع په دایکندي ولايت کې پر ملکي وګړو د پنجشنبې ورځې بريد تایيد کړ.
قانع د دغه برید د نوعیت او د قربانیانو د شمېر په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو په دایکندي کې سیمه ییزو سرچینو ويلي، د غور پولې ته څېرمه په قردیوال سیمه کې نامالومو وسله والو پر ملکي وګړو ډزې کړې، چې په پایله کې یې ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپيان دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، اسلامي امارت دغه وحشیانه کړنه په کلکو ټکو غندي او د ولس ځان او مال ساتنه خپل مکلفیت ګڼي.
مجاهد زیاتوي: « په ډېرې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د دایکندي او غور ولایتونو ترمنځ سیمه کې زموږ ١٤ تنه عام هېواد وال د انسانیت د دوښمنانو له خوا په ډېرې بې رحمۍ سره وژل شوي او ٦ نور ژوبل دي. اسلامي امارت دغه وحشیانه کړنه په کلکه غندي، د ولس د ځان او مال ساتنه خپل مکلفیت ګڼي.»
مجاهد د پیښې له قربانیانو سره د اسلاميامارت خواخوږي شریکه کړې او ډاډ یې ورکړی چې د عاملینو موندلو او عدالت منګولو ته د هغوى د راکشولو جدي هڅې پيل شوې دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېت په غور کې د پنجشنبې ورځې برید ته په غبرګون کې ويلي:« د دایکندي د هزاره ګانو وحشتناکه ډله ییزه وژنه چې غور ته په سفر روان وو، د نړیوالو جنايتونو بېلګه ده. موږ د هغو بریدونو د زیاتوالي په اړه اندېښمن یوو چې د داعش خراسان ډله یې مسوولیت مني.»
بېنېت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د برید په تړاو یې اندېښنه ښودلې.
په ورته مهال، کابل کې د ایران سفارت هم د پېښې د عاملينو نېولو او د سزاء ورکولو غوښتنه کړې.
د ایران سفارت د خبرپاڼه یوه برخه:« د ایران اسلامي جمهوریت سفارت د داعش ډلې له خوا په دایکندي کې د مظلومو شیعه ګانو وژنه په کلکو ټکو غندي. ایران د دغې غمیزې عاملانو ته سزا غواړي او په دې برخه کې خپل چمتووالی اعلانوي.»
په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم په خپره کړې خبرپاڼه کې برید غندلی او د پېښې د عواملو نیولو لپاره یې د پلټنو غوښتنه کړې.
دغه راز پخواني ولسمشر حامدکرزي او د مخکېني حکومت ملي روغې جوړې سترې شورا مشر ډاکټر عبدالله هم پر ملکیانو برید تروریستي عمل بللی.
کرزی وايي: « دایکندي ولايت کې د ملکي وګړو وحشيانه وژل يو تروريستي عمل او د اسلام او بشر ضد جنايت بولم. دا جنایت په کلکو ټکو غندم او شهیدانو ته د جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفا دعا کوم.»
همدارنګه د مخکېني حکومت ملي روغې جوړې سترې شورا ډاکټر عبدالله عبدالله په خپاره کړي بیان کې راغلي: « د دایکندي ولایت ۱۴ تنه بې ګناه اوسېدونکي غور ته په لاره د ناپېژاندو وسله والو له خوا په بې رحمانه ډول په ډزو ووژل شول. موږ په داسې حال کې چې د خپلو بې ګناه هېوادوالو دغه بې رحمانه وژنه په کلکه غندو، د دې غمجنې پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت او د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر دعا کوو.»
وړمه (د وږي ۱۳ مه) د غور ولایت پولې ته څېرمه په قردیوال سیمه کې وسله والو بریدګرو د هزاره توکمو په ۲۰ کسیزه ډله ډزې کړې چې په پایله کې یې ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپيان دي.
د بريد مسووليت د داعش خراسان ډلې منلی.