Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دایکندي کې پر ملکي وګړو برید په کوردننه او بهر غبرګونونه راپارولي

دایکندي کې پر ملکي وګړو برید په کوردننه او بهر غبرګونونه راپارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/14

د کورنیو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع په دایکندي ولايت کې پر ملکي وګړو د پنجشنبې ورځې بريد تایيد کړ.

قانع د دغه برید د نوعیت او د قربانیانو د شمېر په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو په دایکندي کې سیمه ییزو سرچینو ويلي، د غور پولې ته څېرمه په قردیوال سیمه کې نامالومو وسله والو پر ملکي وګړو ډزې کړې، چې په پایله کې یې ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپيان دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، اسلامي امارت دغه وحشیانه کړنه په کلکو ټکو غندي او د ولس ځان او مال ساتنه خپل مکلفیت ګڼي.

مجاهد زیاتوي: « په  ډېرې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د دایکندي او غور ولایتونو ترمنځ سیمه کې زموږ ١٤ تنه عام هېواد وال د انسانیت د دوښمنانو له خوا په ډېرې بې رحمۍ سره وژل شوي او ٦ نور ژوبل دي.  اسلامي امارت دغه وحشیانه کړنه په کلکه غندي، د ولس د ځان او مال ساتنه خپل مکلفیت ګڼي.»

مجاهد  د پیښې له قربانیانو سره د اسلامي‌امارت خواخوږي شریکه کړې او ډاډ یې ورکړی چې د عاملینو موندلو او عدالت منګولو ته د هغوى د راکشولو جدي هڅې پيل شوې دي.

‏په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېت په غور کې د پنجشنبې ورځې برید ته په غبرګون کې ويلي:« د دایکندي د هزاره ګانو  وحشتناکه ډله ییزه وژنه چې غور ته په سفر روان وو، د نړیوالو جنايتونو بېلګه ده. موږ د هغو بریدونو د زیاتوالي په اړه اندېښمن یوو چې د داعش خراسان ډله یې مسوولیت مني.»

بېنېت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د برید په تړاو یې اندېښنه ښودلې.

په ورته مهال، کابل کې د ایران سفارت هم د پېښې د عاملينو نېولو او د سزاء ورکولو غوښتنه کړې.

د ایران سفارت د خبرپاڼه یوه برخه:« د ایران اسلامي‌ جمهوریت سفارت د داعش ډلې له خوا په دایکندي کې د مظلومو شیعه ګانو وژنه په کلکو ټکو غندي. ایران د دغې غمیزې عاملانو ته سزا غواړي او په دې برخه کې خپل چمتووالی اعلانوي.»

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم په خپره کړې خبرپاڼه کې برید غندلی او د پېښې د عواملو نیولو لپاره یې د پلټنو غوښتنه کړې.

دغه راز پخواني ولسمشر حامدکرزي او د مخکېني حکومت ملي روغې جوړې سترې شورا مشر ډاکټر عبدالله  هم پر ملکیانو برید تروریستي عمل بللی.

کرزی وايي: « دایکندي ولايت کې د ملکي وګړو وحشيانه وژل يو تروريستي عمل او د اسلام او بشر ضد جنايت بولم. دا جنایت په کلکو ټکو غندم او شهیدانو ته د جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفا دعا کوم.»

همدارنګه د مخکېني حکومت ملي روغې جوړې سترې شورا ډاکټر عبدالله عبدالله په خپاره کړي بیان کې راغلي: « د دایکندي ولایت ۱۴ تنه بې ګناه اوسېدونکي غور ته په لاره د ناپېژاندو وسله والو له خوا په بې رحمانه ډول په ډزو ووژل شول. موږ په داسې حال کې چې د خپلو بې ګناه هېوادوالو دغه بې رحمانه وژنه په کلکه غندو، د دې غمجنې پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت او د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر دعا کوو.»

وړمه (د وږي ۱۳ مه) د غور ولایت پولې ته څېرمه په قردیوال سیمه کې وسله ‌والو بریدګرو د هزاره ‌توکمو په ۲۰ کسیزه ډله ډزې کړې چې په پایله کې یې ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپيان دي.

د بريد مسووليت د داعش خراسان ډلې منلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist