د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له شوۍ سیمې څخه خوست ته راغلي کسان وايي، پر ډېورنډ فرضي کرښه د افغان پوله ساتو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وروستیو جګړو او دغه راز د پاکستاني ځواکونو له خوا د عامو خلکو په کورونو بمباريو ځايي اوسېدونکو ته مرګ ژوبله اړولې او له خپلو مېنو یې کډه کولو ته اړ کړي دي.
د ځاځي میدان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی نصیب وايي: « له ما څخه ماشومان او کورنۍ پاتې دي، جګړې خلک له ستونزو سره مخ کړي؛ هېڅ داسې لاره نه شته چې زه خپله کورنۍ د جګړې له سیمې را وباسم.»
په ورته مهال د دغې ولسوالۍ یو شمېر نور اوسېدونکي وایي، په ډېورنډ فرضي کرښه د جګړې او پاکستاني ځواکونو بمباریو له امله د سیمې اوسېدونکي ته د ځاني مرګ ژوبلې ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د دوی په خبره، د جګړې له امله د دې ولسوالۍ زرګونه کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوي او ټینګار کوي چې دواړه غاړې دې پر ډېورنډ فرضي کرښه شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
د ځاځي میدان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی محبالله وايي: « په سیمه کې ملکي خلکو ته ډېر ځاني او مالي تلفات اوښتي او ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي دي.»
د سیمې بل اوسېدونکی سمین خان وايي: « د پاکستان له خوا په راتوغول شویو راکېټونو د خلکو کورونه او جوماتونه وران شوي دي.»
د عنایتالله په نوم د سیمې استوګن وايي: « باید شته اختلافونه له دیپلوماتیکو لارو حل کړي؛ جګړه د حل لاره نه ده، که څومره جګړه اوږده شي بالاخره به د جرګې له لارې پرېکړه کېږي.»
له تېرو دوو ورځو راهیسې د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند پر ډېورنډ فرضي کرښه د افغان پوله ساتو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د افغان لوري له خوا د یوې امنیتي پوستې جوړولو په مخالفت کې جګړه رامنځته شوې وه او د تېرې شپې تر ناوخته په وقفه یي بڼه روانه وه.
ځاځي میدان ولسوالۍ کې ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د یوې میرمنې په ګډون دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي.
که څه هم ځایي حکومتي سرچینو لاهم په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د يکشنبې په ورځ د سرپرست حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت چارواکو د حکومت په رسنیو مرکز کې کې دغه جګړه تایيد کړه او ویې ویل، ستونزه به دواړو خواوو ته شته کمېټې د خبرو له لارې حل کړي.