Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سرچینې: د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو ډزو کې ۱۳ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سرچینې: د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو ډزو کې ۱۳ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/09

د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له شوۍ سیمې څخه خوست ته راغلي کسان وايي، پر ډېورنډ فرضي کرښه د افغان پوله ساتو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وروستیو جګړو او دغه راز د پاکستاني ځواکونو له خوا د عامو خلکو په کورونو بمباريو ځايي اوسېدونکو ته مرګ ژوبله اړولې او له خپلو مېنو یې کډه کولو ته اړ کړي دي.

د ځاځي میدان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی نصیب وايي: « له ما څخه ماشومان او کورنۍ پاتې دي، جګړې خلک له ستونزو سره مخ کړي؛ هېڅ داسې لاره نه شته چې زه خپله کورنۍ د جګړې له سیمې را وباسم.»

په ورته مهال د دغې ولسوالۍ یو شمېر نور اوسېدونکي وایي، په ډېورنډ فرضي کرښه د جګړې او پاکستاني ځواکونو بمباریو له امله  د سیمې اوسېدونکي ته د ځاني مرګ ژوبلې ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د دوی په خبره، د جګړې له امله د دې ولسوالۍ زرګونه کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوي او ټینګار کوي چې دواړه غاړې دې پر ډېورنډ فرضي کرښه شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د ځاځي میدان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی محب‌الله وايي: « په سیمه کې ملکي خلکو ته ډېر ځاني او مالي تلفات اوښتي او ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي دي.»

د سیمې بل اوسېدونکی سمین خان وايي: « د پاکستان له خوا په راتوغول شویو راکېټونو د خلکو کورونه او جوماتونه وران شوي دي.»

د عنایت‌الله په نوم د سیمې استوګن وايي: « باید شته اختلافونه له دیپلوماتیکو لارو حل کړي؛ جګړه د حل لاره نه ده، که څومره جګړه اوږده شي بالاخره به د جرګې له لارې پرېکړه کېږي.»

له تېرو دوو ورځو راهیسې د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند پر ډېورنډ فرضي کرښه د افغان پوله ساتو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د افغان لوري له خوا د یوې امنیتي پوستې جوړولو په مخالفت کې جګړه رامنځته شوې وه او د تېرې شپې تر ناوخته په وقفه یي بڼه روانه وه.

ځاځي میدان ولسوالۍ کې ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د یوې میرمنې په ګډون دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي.

که څه هم ځایي حکومتي سرچینو لاهم په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د يک‌شنبې په ورځ د سرپرست حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت چارواکو د حکومت په رسنیو مرکز کې کې دغه جګړه تایيد کړه او ویې ویل، ستونزه به دواړو خواوو ته شته کمېټې د خبرو له لارې حل کړي.  

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist