Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې لاریون: لاریونوالو د جګړې له ښکیلو اړخونو د اوربند غوښتنه وکړه

admin by admin
2021/07/15

په پکتیا ولایت سلګونه کسانو  لاریون کړی دی او د جګړې له ښکیلو خواوو یې د جګړې بندیدو او عمومي اوربند غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکي وایي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې دوام افغان وژنه ده او حکومت او طالبان دې روانه خونړۍ جګړه ودروي او ژر دې د سولې مذاکرات پیل کړي.

لاریون کوونکی امان الله خان ځدراڼ وايي:« سرتاسري سوله غواړو. دوامداره امنیت غواړو. دوامداره اوربند غواړو. ورور وژنه نه غواړو.  وېنه توئیدنه بندوو.»

یو تن بل لاریون کوونکی وایي:« د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یوازې جګړه یوازې  افغان وژنه او مسلمان وژنه ده، نور هېڅ نه دي. له استعمار وروسته،په ارګ چې زموږ مشران دي، دوحه کې چې کوم مشران دي، هر قتل چې دلته کېږي، دوی یې مسوول دي.»

په ورته وخت کې لاریون کوونکو د ملیشو له جوړولو سره هم مخالفت وښود او له حکومت یې غوښتنه کوله،چې د فعالیت اجازه دې نه ورکوي او امنیتي بنسټونه دې پیاوړي کړي .

دوی همدا راز له طالبانو هم  وغوښتل، چې د تاسیساتو  له ورانولو دې ډډه وکړي.

د پکتیا ولایتي شورا مشر عبدالمالک ځاځی وايي:« د افغغانستان اسلامي جمهوري دولت هېچ چا ته  باید  د شخصي خپلسرو ملیشو جوړولو اجازه ورنه کړي.»

د پکتیا ولایتي شورا غړی محمد رحمن قادري وايي:«  ترڅو پورې چې د سولې خبرې پای ته رسېږي، باید اوربند وشي. نور باید قتلونه او د عامه تاسیساتو ورانول بند شي. درېیمه موضوع دا ده،چې ولس له ملیشه جوړنې په تنګ راغلی دی،ځکه هغه په راتلوونکې دولت ته سرخوږی جوړېږي.»

پکتیا د هېواد یو د هغو ولایتونو له ډلې دی، چې له نیمایي ډېرې ولسوالۍ یې طالبانو نیولي او زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي او جګړه یو شمیر سیمو کې د ګردیز ښار څنډو ته رسیدلې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو
افغانستان

خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو

فبروري 9, 2026
ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې

فبروري 9, 2026
هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست
فرهنگ او هنر

هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست

فبروري 9, 2026
د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی
افغانستان

د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی

فبروري 9, 2026
یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې
افغانستان

یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

فبروري 9, 2026
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي
افغانستان

خلیلزاد: د داعش ډېری غړي پاکستان ته تښتېدلي او له هغه ځایه د افغانستان په ضد کارول کېږي

فبروري 9, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist