د پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې ښاروالۍ له لوري د سړکونو جوړونې څلورو پروژو چارې پيل شوې.
د ښاروالۍ مسوولین وايي، د دغو رغنیزو پروژو په بشپړېدو سره به ښاریان د ښاري پراختیا په برخه کې له ګنو اسانتیاوو برخمن شي.
دغه راز دوی وايي، پر دغو پروژو ټولټال۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
د ګردېز ښاروال حبیب الرحمن منصور وايي: « په دغو څلورو پروژو تقریبا ً ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښار په بېلابېلو ناحیو کې تطبیق کېږي.»
په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکي که څه هم د ښارونو پراختیا لپاره ورته پروژې مهمې ګڼي، خو له دې سربېره ټینګار کوي چې سرپرست حکومت باید د رغنیزو پروژو د کیفیت څارنه وکړي.
د پکتیا ولایت یو تن اوسېدونکی وايي: « پکتیا په تېرو کلونو کې له پراختیايي کارونو وروسته پاتې ده؛ د ټولو موسسو او اسلامي امارت ځانګړې پاملرنه غواړو.»
همدارنګه د ګردېز ښار یو بل اوسېدونکی وايي:« دا د خیر پروژې دي، هم زموږ سړکونه او لښتي پخېږي او هم خلکو ته د کار زمینه برابرېږي.»
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د یادو رغنیزو پروژو چارې داسې مهال پیل کېږي چې ځایي مسوولین په دغه ولایت کې روان کال د ګڼو نورو ټولګټو پروژو د پیل ډاډ هم ورکوي.