Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پکتیا مرکز ګردیز کې د سړک جوړونې څلورو پروژو چارې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/05

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې  ښاروالۍ له لوري د سړکونو جوړونې څلورو پروژو چارې پيل شوې.

د ښاروالۍ مسوولین وايي، د دغو رغنیزو پروژو په بشپړېدو سره به ښاریان د ښاري پراختیا په برخه کې له ګنو اسانتیاوو برخمن شي.

 دغه راز دوی وايي، پر دغو پروژو ټولټال۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د ګردېز ښاروال حبیب الرحمن منصور وايي: « په دغو څلورو پروژو تقریبا ً ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښار په بېلابېلو ناحیو کې تطبیق کېږي.»

په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکي که څه هم د ښارونو پراختیا لپاره ورته پروژې مهمې ګڼي، خو له  دې سربېره ټینګار کوي چې سرپرست حکومت باید د رغنیزو پروژو د کیفیت څارنه وکړي.

د پکتیا ولایت یو تن اوسېدونکی وايي: « پکتیا په تېرو کلونو کې له پراختیايي کارونو وروسته پاتې ده؛ د ټولو موسسو او اسلامي امارت ځانګړې پاملرنه غواړو.»

همدارنګه د ګردېز ښار یو بل اوسېدونکی وايي:« دا د خیر پروژې دي، هم زموږ سړکونه او لښتي پخېږي او هم خلکو ته د کار زمینه برابرېږي.»

د پکتیا په مرکز ګردېز کې د یادو رغنیزو پروژو چارې داسې مهال پیل کېږي چې ځایي مسوولین په دغه ولایت کې روان کال د ګڼو نورو ټولګټو پروژو د پیل ډاډ هم ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist